د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا جمهوري پاکستان لیدل غواړي


د افغانستان و پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګراسمین ویلي، هیواد یې غواړي ډیموکراټیک پاکستان وګوري چې مشري یې ټاکل شوي کسان وکړي.

دا خبره، نوموړي په اسلام اباد کې له پاکستاني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره د لیدو پر وخت کړې ده.

د پاکستان وزیر اعظم له دفتره په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي، دواړه مشران پر دې سلا شول چې په سیمه کې د سولې او ثبات له پاره د دواړو هیوادونو ملګرتوب اړین دی.

ګیلاني وویل، هیواد یې ژمن دی چې د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد وجنګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG