د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تاو تریخوالي په تازه پېښو کې درې کسان وژل شوي دي ـ وژل شویو کسانو کې د عوامي نیشنل ګوند دوه او دپیپلز ګوند یو غړی شامل دي.
پولیس چارواکي وایي د ښار د کړکیچ څخه ډکو سېمو کې د امینتي سرتیرو لخوا د پلټنې عملیات دوام لري چې په ترڅ کې یې ۴ هدفي وژونکي پولیسو د وسلې په لاس نیولي دي ـ