د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روزګان کې پر مشاعرې د برید هڅه



سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار -
افغان چارواکي وايي، د روزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د سليمان تخت په نامه دوديزه مشاعره کېده چې د دولت مخالفو وسله وال ورباندې د بريد هڅه وکړه .

د چارواکو په خبره، په دغه مشاعره کې د کابل ، زابل ، کندهار ، هېلمند او روزګان شاعرانو، ليکوالانو او د قلم مينه والو برخه اخيستې وه چې په دوه کيلو میټرۍ کې يې وسله والو پر پوليسو ډزې پيل کړې او هڅه يې کوله د مشاعرې ځاى ته ځانونه ورسوي.

د روزګان د امنیه قومندانۍ وياند فريد عايل له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې پوليسو تر لنډې نښتې وروسته، يو تن بريد کوونکى وژلى او دوه نور ورڅخه په تېښته بريالي شوي دي.

((په دهراود ولسوالۍ کې يوه لويه مشاعره وه چې د کندهار، کابل ، زابل ، هېلمند او روزګان شاعرانو په کې برخه اخيستې وه، خو د دولت مخالفينو د مشاعرې په دوه کيلو میټرۍ کې پر پوليسو ډزې وکړې او مشاعرې ته د ورتلو هڅه يي کوله چې زموږ پوليسو ورسره لنډه نښته وکړه، يو تن وسله وال يې ځاى پر ځاى وواژه او دوه نور په تېښته وتوانېدل.))

عايل زياتوي، پاتې وسله وال تر بريد وروسته د عامو وګړو پر کورونو ننوتل ځکه پوليس ونشواى کولاى ډزې پر وکړي او ويې وژني.

د سليمان تخت په نامه دوديزه مشاعره هر کال په روزګان کې لمانځل کېږي او د سيمې اوسېدونکيو ځکه خپلې دوديزې مشاعرې ته دغه نوم غوره چې د دوى په خبره يو وخت د سليمان علیه السلام تخت پر همدغه سيمه را کښته شوى وو.

سلیمان علیه السلام پیغمبر وو.

دا لومړى ځل دى چې په هیواد کې وسله وال پر مشاعرې د بريد کولو هڅه کوي.

د روان پسرلي تر راسېدو وروسته تر اوسه پورې د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې د نارنج ګل ، ارغوان ګل، بادام ګل او دې ورته په نورو نومونو هم دودېزې مشاعرې شوې دي.
XS
SM
MD
LG