د لاسرسي ځای

تازه خبر

باور نه لري ایران به ایټمي وسله جوړه کړي وي:اسراییل


د اسراييل د پوځ مشر وايي، هغه باور نلري چې ايران به اېټمي وسله جوړه کړي. لېفټيننټ جنرل بېني ګېنټز اسراييلي ورځپاڼې هاريټز ته د چارشنبې په ورځ په يوه مرکه کي وويل چې ايران لا تر دې دمه پرېکړه نه ده کړې چې يو ميل نور پر مخ ولاړ شي او اېټمي وسله جوړه کړي.

ايران وار د مخه لا د يورانيم د غني کولو ۲۰ فيصده توان لري چې په دوايانو کي يې استعمال کړي خو د يو ميل نور پرمختللو مانا دا ده چې د ۹۰ فيصده يورانيم غني کولو توان پيدا کړي چې بيا اېټمي وسلې ورڅخه جوړيدای شي. ګېنټز زياته کړه د سفارتي فشار د کمپاين او نړيوالو بنديزونو له کبله کار پېل شوی چې ايران د اېټمي وسلې پر نه جوړولو راضي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG