د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې پر ډزبندي سربېره تشدد روان دی



په شام کې د بشري حقونو کارکوونکي وايي چې پر ډزبندي سربېره د حکومتي ځواکونو لخوا تشدد روان دی چې پکې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي دي. داسې فکر کیدو چې دا ډزبندي به د روانې میاشتې په پیل کې عملي کیږي.

دبشري حقونو څارونکي وايي چې وژل شوي زیاتره کسان ولسي وګړي دي چې د دوشنبې په ورځ په هومس ښار کې د بمبارۍ په نتیجه کې وژل شوي دي.

آزادو سرچینو لا د دې خبرونو پخلی نه دی کړی. هغه ځکه چې متاثره سیمو ته د حکومت لخوا دخبریالانو د تللو اجازت نشته.

په شام کې تشدد په داسې حال کې روان دی چې د ملګرو ملتونو په مرسته پکې د روانې میاشتې له دولسمې نېټې ډزبندي عملي کړې شوې او دڅارنې لپاره یې د ملګرو ملتونو څارونکي هم په دې هېواد کې موجود دي.

د یو اټکل له مخې په شام کې د حکومت ضد پاڅون په ترڅ کې تر دې دمه څه باندې ۹۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG