د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو په ځېنو قبیلو کې د ښځو فاتحه نه اخیستل کیږي


له سېف الله کلا سره نژدې ښځې له یو ګودر څخه اوبه وړي
له سېف الله کلا سره نژدې ښځې له یو ګودر څخه اوبه وړي
خدای نور ناصر ، مشال راډیو

کوټه : د بلوچستان په ځينو پښتنو قبیلو کې د ښځو تر وفات کېدو وروسته د هغوي پاتا (فاتحه) نه اخیستل کېږي. په دې قبیلو کې موساخېل ، شېراني چې په سیمه کې ورته مراڼي ویل کیږي او حریفال شامل دي.

د دې قبیلو د خلکو په وینا په نن سبا رنګ وخت کې هم د دوي په قبیلو کې ښځو ته دومره حیثیت نه ورکول کېږي لکه څومره چې و نارینه و ته ورکول کېږي. د هغوي په وینا په دې حیثیتونو کې یو هم له مړه کېدو وروسته د هغوي پاتا اخیستل دي.

د موساخېل د سیمې يو اوسېدونکی خدای دوست موساخېل په خپله قبیله کې د ښځو د پاتا په اړه مشال راډیو ته وویل چې په موساخېلو کې تر اوسه د ښځې پاتا نشته.

د هغه په وینا په موساخېلو کې داسې نه کیږي چې یوه ښځه مړه شي نو بیا یې خلک پر کور ناست وي او پاتا اخیستل کیږي.

خدای دوست موساخېل زیاته کړه چې و موساخېلو ته په څېرمه د شېرانیو په سیمه کې هم د ښځې د پاتا اخیستلو مراسم نه تر سره کیږي.

د موساخېل د سیمې يوې پنځه اتیا کلنې مېرمنې زرلښتي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوي نارینه ځکه د ښځې پاتا نه اخلي چې د هغوي په وینا د ښځې نوم دومره نه ځي لکه څومره چې د نارینه و ځي.

خو خدای دوست موساخېل بیا وویل چې دوي کله هم له خپلو مشرانو داسې پوښتنه نه ده کړې چې د ښځو پاتا ولې نه اخیستل کیږي.

هغه وویل ً ما خپله کله هم له خپلو مشرانو څخه د دې پوښتنه نه ده کړې چې ولي د نارینه پاتا شته او د ښځې نشته. دا چې موږ را لوي شوي يو، بس همدا دود مو دی. او هیڅوک هم د خپلې خور، مور، لور یا ماینې پاتا نه اخلي. لاکن زه په دې پوهېږم، چې دا له ښځو سره يو قسم زیاتی دی. که يو واري پاتا وي، نو بیا د ښځې او نر فرق ولې شته. چې د نر پاتا دې وي، او د ښځې دې نه ويً

د موساخېلو د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوي دې ته اړ دي چې د پلرونو دا رواج ژوندی وساتي.

د دې سیمې لیکوال جهانګیر خان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوي په سیمه کې داسې رواجونه د توري شپې یا د تعلیم د نیستوالي له کبله دي.

جهانګیر خان وویل ً دا د جهالت له امله داسې کېږي. زه خبر یم چې زموږ په موساخېلو کې په شېرانیو او حریفالو کې د ښځې پاتا نشته. دا ځکه چې په دې درې واړو قبیلو کې د تعلیم کمی دی. او ځکه دوي نن هم هغه د پخوا غوندې شاته پاتې دي. دا يوازې او يوازې جهالت دی. ګنې د ښځې او نر څه فرق دیً .

پر دې سربېره چې د سیمې اوسېدونکو دا يوازې يو رواج وبالی خو د ږوب د سیمې يو دیني عالم مولوي الله داد کاکړ په وینا د رواجونو نه په اسلام کې ځاي شته او نه هم په پښتو کې.

مولوي الله داد کاکړ زیاته کړه ًً په اسلام کې د دې هیڅ ذکر نشته چې د ښځې پاتا دي نه وي او د نرګاړي (نارینه) دې وي. که يو واري پاتا وي بیا يې هیڅ فرق نشته. د نر به هم وي او د ښځې به هم. د ماشوم به هم وي او د لوي به همً .

د مولوي الله داد کاکړ په خبره د ښځو پاتا نه اخیستل هم داسې یو دود دی لکه چې د پښتنو په ځینو قبیلو کې په بدو کې ښځې ورکول کېږي. چې د هغه په وینا په اسلام کې د دې هیڅ ځاي نشته.
XS
SM
MD
LG