د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې خبریال وژل شوی دی


د خبریالانو نړیوالې ټولنې وايي، پاکستان د خبریالانو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو دی
د خبریالانو نړیوالې ټولنې وايي، پاکستان د خبریالانو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو دی

ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د پاکستان سیند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې د یوې انګرېزي ژبې ورځپاڼې د خبریال مړی موندل شوی دی.

پولیس وایي، د مرتضا رضوي مړی د اپرېل د ۱۹مې پر سهار دوی ته د ډیفنس له سېمې څخه په داسې حالت کې په لاس ورغلی چې لاسونه یې تړل شوي ول؛ او د هغه په بدن د تشدد نښې هم ښکارېدې.

پولیس چارواکي زیاتوي د مرتضا رضوي د مرګ په اړه به نور جزییات د مړي د پوسټ مارټم تر رپورټ راتلو وروسته روښانه شي.

مرتضا رضوي د انګریزۍ ورځپاڼۍ ډان د مجلې مشر و او د هغه عمر ۴۷ کاله وو.

د ډان ورځپاڼې خبریال او د مرتضا رضوي ملګري منظور چانډیو مشال راډیو ته ویلي دي چې د مرتضا رضوی په جسم د تشدد نشانې د دې خبرې غمازي کوي چې هغه وژل شوی دی .


((هغه د خپلې کورنۍ غړو ته په دغه شپه ویلي ول چې (زه د خپلو ملګرو خواته ځم.) بیا د هغه د کور والاو له هغه سره رابطه نه ده شوې ، د هغه موبایل بند وو او بیا سهار د هغه مړی وموندل شو. د هغه په جسم تشدد شوی او د هغه مرۍ خپه کړې شوې ده. په دې بنیاد موږ ویلای شو چې هغه وژل شوی دی، د ده د وژنې لاملونه نه دي څرګند، او دا هرڅه به تر پلټنو وروسته روښانه شي.))


د منظور چانډیو په خبره ځینې سرچینې د اروښاد رضوي وژنه د فرقه ییز تاوتریخوالي پایله ګڼي، خو که څه هم مرتضا رضوي له نومه شیعه ښکاري، خو دی شیعه نه وو او سني وو.

د کراچۍ صدر د پولیسو مشر فرخ علي ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې د مرتضا رضوي مړی د هغه د ملګري راسام له ځایه پولیسو ترلاسه کړی ، پولیسو ته د پېښې له ځای سره یو پړی هم په لاس ورغلی.


د مرتضا رضوي د کورنۍ غړي وایي، هغوي د نوموړي د مرګ په اړه فی الحال هیڅ نشي ویلای او هغوي نن ورځ (د جمعې ورځ، د اپرېل ۲۰مه) د هغه اخري مراسمو او ماتم لمانځلو ته ځانګړې کړې ده.


د انګریزۍ ژبې ورځپانې ډان یو بل کارکونکی بهزاد عالم وایي، مرتضا رضوي په لاهور کې زېږېدلی وو؛ او له تېرو ۱۲ کالنو راهیسې یې له ډان ورځپاڼې سره کار کاوه:


((هغه د ډان ورځپانې د ټولو مجلو مشر وو. د ډان شپږ مجلې دي. هغه تکړه صحافي وو. په دفتر کې ټول ملګري له هغه خوشاله ول.))


مرتضا رضوي د مجلې د مشرۍ ترڅنګ په سیاسي او کلتوري موضوعاتو هم لیکنې کولې.

د هغه ملګری منظور چانډیو وایي، نوموړي به بې له کومې وېرې لیکنې کولې:

((په دې اخرو ورځو کې که موږ وګورو هغه په ډېره ازادۍ لیکنه کړې وه ، هغه په دې لیکنه کې هغه ټول څیزونه په ډاګه کړي ول چې که په دې ملک کې د اوسمهال په څېر تګلارې جوړېدل جاري پاتي شي نو د دې ملک راتلونکې به څه وي؟ هغه به د بهرنۍ چارو تګلارې پر موضوعاتو هم لیکنې کولې.))

د کراچۍ د ژورنالیستانو اتحادیې چارواکي وایي، د مرتضا رضوي د مرګ د پلټنو د بهیر څارنه کوي او په دې اړه د احتجاج یا بل ګام اخیستو په اړه به پرېکړه د کیس په اړه د بشپړ رپورټ تر راتلو وروسته کوي.

هلته بیا د صحافیانو د تحفظ نړیوالې ادارې (کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس) لخوا په خپاره شوي یوه بیان کې د پاکستان له امنیتي ادارو څخه غوښتنه شوې ده چې د مرتضا رضوي د مرګ په اړه دې کره او پوره پلټنې وکړي.
XS
SM
MD
LG