د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند په بریا، د نوي توغندي ازموینه کړې ده


هندي چارواکي وايي، په بریا یې د اوږد واټن بیلیسټیک توغندي ازموینه کړې ده.

چارواکي وايي، دا توغندی د چین تر مرکز بیجینګ یا نورو چینايي ښارونو، اټومي وسله له ځانه سره د وړلو صلاحیت لري.

هندي وزیر اعظم ډاکتر منموهن سینګ د هیواد ساینسپوهانو ته مبارکي ویلې او د اګني پینځم په نوم د دې میزایل د بریالۍ ازموینې ستاینه یې کړې ده:

سینګ وايي، ((د اګني پینځم بریالۍ تجربه، د هند د ساینسي او تخنیکي ټولنې، د قامي مقاصدو له پاره د مهارت تر لاسه کولو او ژمنتیا ستاینه ده.))

د ازموینې مشر ایس پي داس وویل، تجربې ((خپلې ټولې موخې تر لاسه کړې دي)).

د هند دفاع وزیر اې کې اینتني دا ازموینه بې سوچه او کره بللې ده.

اګني پینځم توغندی نن سهار د هند په ختیځ کې، د اوړیسې له یوې جزیرې وداغل شو.

اګني پینځم د هند و چین تر منځ د زیاتېدونکۍ سیالۍ ښکارندوي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG