د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسامه بن لادن کورنۍ لاهم پاکستان کې ده



له پاکستان څخه د اسامه بن لادن د کورنۍ د غړو تګ تر هغه وروسته ځنډېدلی چې د وکيل په خبره يې د قانوني اسنادو په تياري کۍ وخت لګېدلی دی.


د اسامه ۳ ښځې، ۸ زامن او يو لمسی د پاکستاني چارواکو لخوا په اېبټ آباد کې د تېر کال د مي په مياشت کې د نوموړي پر کور تر چاپې وروسته نيول شوي وو.

تمه څرګندېده چې د اسامه د کورنۍ غړي به نن په چارشنبه سهار وختي سعودي عرب ته لاړ شي خو په پاکستان کې په غېر قانوني توګه د اوسېدو په خاطر د قانوني اسنادو پر وخت د نه تيارۍ له امله يې تګ له ځنډ سره مخامخ شو.

د دوی وکيل محمد عامر وايي، هيله من دی چې دقانوني اسنادو تر بشپړه کېدو وروسته به د اسامه د کورنۍ غړي نن ناوخته پاکستان پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG