د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوال ووژل شو


افغان ولسمشر په یوې بمي چاودنه کې د بادغیس ولایت د بالا مرغاب د ولسوال وژنه په کلکه غندلې ده.
د ولسشمر له ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې حامد کرزي ویلي د افغانستان دښمنانو دا ځل د هیواد یو خدمتګار چې د خپلو خلکو د ښیګړې لپاره يې کار کاوه وواژه.
محمد هاشم حبیبي تیره جمعه هغه مهال چې موټر يې د بالا مرغاب په شرشر سیمه کې د سړک د غاړې پر ماین برابر شو ، سخت ټپي شوی وو چې پرون یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG