د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل برید، ټولې سیمې له وسله والو پاکې شوې دي



کابل/ پراګ - د افغانستان په پلازمېنه کابل کې امنیتي چارواکي وايي، په شیر پور او دارلامان سیمه کې یې له وسله والو سره نښته پای ته رسولې ده.

د اپرېل پر ۱۵مه د افغانستان د مرکز کابل په ګډون وسله والو په نورو ولایتونو کې هم حملې کړې وې.

د دولت وسله والو مخالفینو په کابل کې پر بهرنیو سفارتونو او د نړیوال سوله ساتي ځواک په ګډون پر حکومتي ودانیو برید کړی وو.

وسله والو طالبانو د پېښې پړه منلې وه.

له وسله والو سره پولیسو په کوڅو کې جګړه وکړه
د چارواکو په خبره، د شپې پر مهال یې هم جګړه کړې او هغه ودانۍ یې پاکه کړې چې په کې وسله وال دېره ول.

وسله والو طالبانو د کابل ښار پر درو جلا سیمو ډله ییزې حملې وکړې چې په کې شیر پور، دارلامان او پکتیا کوټ سیمې شاملې وې.

که څه هم په پکتیا کوټ کې د وسله والو طالبانو مزاحمت د شپې پای ته رسول شوی وو او چارواکو وویل، په دې سیمه کې یې څلور واړه وسله وال وژلي، خو په شیر پور او درالامان سیمه کې جګړه تر د اپرېل ۱۶مې سهاره پورې روانه وه.

امنیتي چارواکي زیاتوي، په دې دواړو سیمو کې یې هم وسله وال وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG