د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران له پیاوړو هیوادونو سره ((ګټورې)) خبرې


د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو چارواکو د تورکیې په استنبول کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه تر سره شوې خبرې اترې ګټورې بللې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کیترین اشټن د دې خبرو اترو په اړه وویل:

((د ایران د اټومي پروګرام د مسلې په اړه خبرې اترې مثبتې او ګټورې وې. او په دې وروستیو کې یې له ایران سره زموږ د تبادله کړو لیکونو په اړه د شرطونو او جذبو څرګندونه کوله.))

دې چارواکو پرون، یانې د شنبې پر ورځ (د اپرېل ۱۴مه) یو له بل سره لیده کاته وکړل او یوازې، پر دې سره سلا شول چې د خبرو اترو دویم پړاو به په راتلونکې میاشت کې په بغداد کې وشي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه داسې شکونه چې ګواکې دوی اټومي وسله جوړي د دې سبب شوي دي چې ملګرو ملتونو او ځینې هیوادونو په انفرادي توګه ورباندې بندیزونه لګولي دي.

دوی وايي، چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه د مالوماتو په وړاندې کولو او د ملګرو ملتونو له څارونکو سره په همکاري کولو کې پاتې راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG