د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې هدفي وژنو پړه جند الله ډلې ومنله


د اپرېل په ۱۴مه د پاکستان په کوټه کې د هدفي وژنو په درو جلاجلاپېښو کې اته تنه وژل شوي، چې د پولیسو په وینا په کې اکثریت د هزاره قبیلې د وګړيو دی.

د هدفي وژنې لومړۍ پېښه د کوټې به بروري سړک رامنځته شوه، چې وسله والو کسانو په يوه موټر ډزي وکړې، او د پولیسو په وینا شپږ تنه يې ووژل.

د بروري سړک تر دې پېښي وروسته په سبزل سړک او شالکوټ سیمه کې په دوه نورو پېښو کې دوه تنه وژل شوي.

د وسله والو طالبانو جند الله ډلې د پېښې ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG