د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې امریکايي پوځیانو د شتون له پاره جلا تړون


یونس فکور وايي د پوځیانو پاتې کېدو له پاره جلا تړون ښه دی
یونس فکور وايي د پوځیانو پاتې کېدو له پاره جلا تړون ښه دی

بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
که څه هم په دې وروستيو کې امريکا او افغانستان د اوږد مهاله اړيکو تړون لاسليک کولو ته نيزدې شوي خو امريکايي چارواکو ويلي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شتون مسله په يو بل او جلا تړون کې تر بحث لاندې نيول کېږي.


د پوځیانو پاتې کېدو له پاره جلا تړون

اژانس فرانس پریس يا (AFP) ته په کابل کې د امريکا د سفارت يو وياند ګيوين سنډوال ويلي چې د پوځيانو د شتون مسله به د سټريټيجيک تړون تر لاسليکېدو وروسته د يو بل تړون ترمخې کېږي.


د سياسي چارو کارپوه يونس فکور وايي دا ښه خبره ده، د پوځيانو د پاتې کېدو لپاره د سټريټيژيک تړون پر ځای د يو بل تړون ځکه ضروري دی چې ټولې خبرې په سټريټيجيک تړون کې نه شي راتللای:

(( [په] دې کې د نظامي مسايلو يوه يا دوه مادې دي. نورې ټولې د دواړو غاړو د همکاريو خبرې دي لکه افغانستان به د بشر حقوق مراعتوي، او د انتخاباتو د روڼوالي ترڅنګ به د جمهوريت د ودې لپاره کار کوي. امريکا به د افغانستان د اقتصاد او تجارت په برخه کې مرسته کوي او داسې نور.))


فرانس پریس اژانس ليکلي، د امريکا په مشرۍ د ناټو يولک او ديرش زره (۱۳۰۰۰۰) پوځيان به تر ۲۰۱۴ کاله خپل جګړه ييز عمليات ختم کړي او له افغانستانه به ووځي؛ خو تمه ده چې يو شمېر امريکايي پوځيان به لا هم پاتې شي.

په شیکاګو کې د ناټو غونډه او د افغانستان راتلونکې


په افغانستان کې پر تورنو امریکايي سر تېرو مقدمې

په افغانستان کې لویې جرګې له امریکا سره د سراتیژیک تړون منظوري ورکړې وه
په افغانستان کې لویې جرګې له امریکا سره د سراتیژیک تړون منظوري ورکړې وه
ياده دې وي چې مياشتې وړاندې د امريکا سره د اوږدمهاله اړيکو پر تړون د بحث کولو لپاره راغوښتل شوي لویې جرګې پر نورو ډېرو وړانديزونو سربېره دا هم ويلي ول چې که کوم بهرنی پوځي په افغانستان کې پر کوم جرم تورن شي نو همدلته دې پر مقدمه وچلول شي.

د فرانسې خبري اژانس ته يوه افغان چاواکي ويلي چې دا يوه مهمه مسله ده.

له ياد اژانس سره په خبرو کې يوې څېړونکې ويلي چې کېدای شي امريکا پر دغه خبره سودا و نه کړي او پرينږدي چې پر وګړو يې د افغانستان په عدالتونو کې مقدنې وچلېږي.


د جلا تړون ضرورت دی

يونس فکور وايي، د افغانستان او امريکا تر منځ په سټریټيژيک تړون کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو خبرې ته اشاره شوې خو يو جلا تړون ته ضرورت شته چې په کې مسلې په تفصيل سره وڅېړل شي:

((د ستراتيژيک تړون يوه ماده دا ده چې [تر] ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايانو پاتې کېدل بايد په يو جلا تړون کې وڅېړل شي. په هغه جلا تړون کې به د دې خبرې تفصيل وي چې امريکايان به په کومو ځايونو کې پاتې کېږي، شمېر به يې څومره وي او څه به کوي؟. لکه د شپې د چاپو په شان دا يو ه جلا خبره ده، او جلا تړون ته ضرورت لري. ))


امريکايي چارواکو ويلي، په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دوی د ځينو پوځيانو پاتې کېدل په دې مانا نه دي چې دوی دلته د دايمي پوځي اډو په لټه کې دي او نه به يې هم موجوديت په سيمه کې نورو هيوادونو ته ګواښ وي.
XS
SM
MD
LG