د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ټولو ګاونډیو سره همکاري، تړون د هیچا پر ضد نه دی'


پامیر ساحل، مشال راډیو

کابل
- په افغان پلازمېنه کابل کې د دودیزې لویې جرګې په پای کې د وینا پر مهال ولسمشر حامد کرزي وویل، د ټول هیواد او د ټول ولس د مشرانو او استازو خبرې یې اورېدلې دي او د هغوی ټولې مشورې مني.

دا لویه جرګه له امریکا سره د ستراتیژیک تړون او د افغانستان د راتلونکې په اړه د مشورو لپاره وه چې څلور ورځې روانه وه.

د رپورټونو تر مخې د لویې جرګې د غونډې پر مهال له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه حکومت ته مشورې ورکړل شوې دي او په دې کې ویل شوي، چې دا تړون باید د ۱۰ کالونو لپاره وي، چې بیا یې موده وروسته هم غځېدای شي.

د ستراتیژیک تړون په اړه بله مهمه خبره دا ده چې په افغانستان و امریکا کې به د سیاسي نظام له بدلونونو سره هم په دې تړون څه اثر نه وي.

افغان ولسمشر وویل، له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه د ټولو مشورې مني، او هر کس چې هر څه ویل غواړي ویلای شي، د ټول ولس غږ اوري او خبرې یې مني.

کرزي وویل، تړون د ګاونډیو د خپلواکۍ پر ضد نه دی او نه هم افغانان خپله خاوره د ګاونډي پر ضد استعمالېدو ته پرېږدي.

((افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره همکاري غواړي. او هم له دنیا دا غواړي چې د افغانستان له خاورې څخه به زموږ پر ګاونډیانو کار نه لري، تاوان به نه ور رسېږي. او هم له همسایه ګانو څخه دا غواړي چې له افغانستان سره نېکه وضعه وکړي.))

کرزي د وینا پر مهال وویل، له ګاونډیو سره همکاري غواړي، او نور سیالۍ او جنګونه نه غواړي.

افغان ولسمشر وویل، د هیواد د ټولې ورانۍ یو لوی لامل دا هم دی چې په هیواد کې بې تعلیمي ده.

ده له مشرانو، عالمانو او له هرې سیمې له راغلیو ګډونوالو وغوښتل چې تعلیم ته دې نجونه او هلکان دواړه وهڅوي.

ده وویل: ((موږ زړه ور وو، زمریان وو خو مهارت مو نه درلود. تعلیم مو نه درلود. د جنګ په میدان کې پیاوړي یو، خو چې ډاکتر ته ورشو علاج مو نشي کولای. غرو ته په تراټ خېژو خو بایسیکل نشو جوړولای. مزلونه په سرعت کولای شو خو خپل معدنیات نشو را ایستلای. دا په دې چې تعلیم مو نه دی کړی.))

کرزي، ټینګار وکړ چې ((تعلیم، تعلیم، تعلیم، تعلیم او تعلیم)) او له دې سره په ټول تالار کې خلکو چکچکې ووهلې او د افغان ولسمشر د ملاتړ نارې یې ووهلې.

ده وویل، د هیواد دا ننۍ حالت یې د همدې له کبله دی چې تعلیم یې نه دی کړی ((که نه اوس به امریکا موږ ته ناسته وه چې را شه له موږ سره دا کومک وکړه او دا کومک وکړه او موږ به پر شرایط اېښودای.))

کرزي، په ټولو بهرنیو هیوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې وطن ته دې ور ستانه شي او د هیواد په جوړولو کې دې کار وکړي او زیار دې وباسي.

ده وویل موږ باید ((هغه بنسټونه کېږدو چې د افغانستان اینده پر بینا شي او جوړه شي. او زموږ بچیان په دې خپله خاوره کې ژوند وکړي. له دې خاورې څخه د تلو یا د تېښتې زمینه ورته برابره نه وي.))
XS
SM
MD
LG