د لاسرسي ځای

تازه خبر

لویه جرګه کرزی: په افغانستان کې موازي واک نه منو.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي لویې جرګې ته خپله پرانسیتونکې وینا کوي.۱۶نومبر ۲۰۱۱
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي لویې جرګې ته خپله پرانسیتونکې وینا کوي.۱۶نومبر ۲۰۱۱
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دودیزه لویه جرګه د سختو امنیتي ګامونو په مینځ کې پرانیستل شوه،چې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړي کولو پر ټکي راټوله ده.

ولسمشر حامد کرزي لویې جرګې ته په خپله پرانسیتونکې وینا کې ومنله ، چې له امریکا سره په ستراتیژیک سند کې هغوې ترې په افغانستان کې د پوځي اسانتیاو یا تنصیباتو غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې د افغان دولت شرایط په ډاګه کړل.

نوموړي دغه سند د خپل هیواد په ګټه وباله ،شرایط مو دا دي، چې امریکا او ناټو دې په افغانستان کې د افغانستان د خلکو د کورونو تلاشي پرېږدي، موږ پر خپلو کورونو د شپې عملیات نه منو، قطعاً یې نه منو، په افغانستان کې د افغان ادارو سره د خارجیانو موازي ادارې نه منو. افغانستان پوهیږي او حکومت یې پوهیږي.″

نوموړی همداراز د ستراتیژیک سند لپار یو بل شرط دا یاد کړ، چې د ګاونډیو هیوادونو پر ضد به د افغانستان له خاورې ګټه نه اخیستل کیږي.

ټاکل شوې روانه دودیزه لویه جرګه چې پکې څه باندې ۲۰۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې د دې سند او د سولې په برخه کې د افغان دولت پر دریځ بحثونه وکړي او خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې په لویه جرګه کې له مخالفو وسله والو سره د سولې د خبرو پر بهیر بحث او همدا شان د کابل او واشنګتن تر منځ د ستراتیژیک تړون پر جزییاتو باندی خبرې دي.

تر اوسه د دې تړون بشپړ متن نه دی خپور شوي او د کارپوهانو په وینا دا به ممکنه نه وي، چې د لویې جرګې ګډون کونکي یې د جزییاتو په اړه بحث وکړي.

که څه هم چې افغان حکومت په وار وار دا خبره کړې، چې اوسنۍ لویه جرګه مشورتي بڼه لري او په کې به هیڅ کومه پریکړه ونه شي خو د دې لویې جرګې د جوړیدو په اړه ډیر مخالفت کیږي.

پوښتنه دا ده، چې سره له دومره مخالفتونو ولې بیا هم افغان حکومت دا جرګه له اهمیته ډکه بولي. د ویسا ورځپانې مدیر زبیر شفقي مشال رېډیو ته وویل، افغان ولسمشر غواړي، له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون په اړه له خلکو سره مشوره وکړي.

د تعغیر او امید په نوم سیاسي ايتلاف چې مشرې یې ډاکټر عبدالله عبدالله کوي، اعلان کړی، چې په دې جرګې کې به ګډون ونه کړي ځکه د دې ګوند په باور دا جرګه قانوني بڼه نه لري.

وسله وال طالبان په وار وار ګواښونه کړی ، چې دا جرګه به ګډوډوي . د ګل /دوشنبي په ورځ یوه ځان وژونکی چې غوښتل یې د کابل په پولیټېخنیک کې د جرګې د جوړیدو په سیمه باندې حمله وکړي، افغان امنیتي ځواکونو په ډزو وواژه.

په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ډېر شمېر پولیس او عسکر د کابل بیلابیلې واټونه او لارې څاري.
XS
SM
MD
LG