د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل ۱۲مه)



ژباړه: انیسه اجمل، مشال راډیو

ټایمز

ټايمز ورځپاڼه کی لیکوال فرانسس ایلیوټ لیکی د وسله والو پر ضد د پوځی عملیاتو لو جی د قبایلی سیمو په زرګونو خلقو خپل کورونه پريښودی دی چی د نړی تر ټولو غیر محفوظه سرحدونو باندی د کډوالو هنګامی حالت راوړاندی کوی.

د لیکوال په خبره د جنوری میاشت نه ورستو قریبا دوه نیم لاکه خلقو خپل کورونه پریښودی دی او د جلوزو کیمپ ته په کډه کولو مجبوره شوی .په دغه کی زیاتره خلک وايی چی اول د طالبانولوجی په عزاب کی وو او په دی روستیو کی د پوځی عملیاتو لکبله بی کوره شوی دی

لیکوال وايی ،بخت میر چی د دروو ماشومانو پلار دی ، وايی ،هغه په باړی کی د پاکستانی پوځ لخوا د شیلنګ ورستو خپل کور پریښودی دی او له دی نه وړاندی دوی د پاکستانی طالبانو او د لښکر اسلام تر مینځه شخړه کی ګیر وو .
په کیمپ کی د دی بی کوره شوی خلکوحالات ډیر خراب دی او خلک په ګهنټو ګهنټو نمر ته د رجسټریشن او خوراک اخستو لپاره ولاړ وی.
پوځی سرچینی هم دا منی چی په خیبر ایجنسی کی عملیات د جنوری د میاشتی راهسی روان دی .

د ماشومانو د خیر ښیګړی اداری یا سیو دی چلډرن ویاند فارس قاسم وايی چی قریبا دوه نیم لاکه خلک پیښور ته راغلی دی چی پکی یو لاکه ماشومان دی او دوی ته په فوری توګه د مرستو ضرورت دی .

نیو یارک ټایمز

بلخوا نیویارک ټايمز ورځپانړی کی ایلیسا جی روبن د افغانستان د هلمند او هرات د چارواکو په حواله لیکی چی په داسی حال کی چی د یاغیانو د سپرلی عملیات روان دی ،د نښی په ورځ ځان وژنکو خپل ځان ولوزولو چی لوجی يی شپاړس تنه وژلی شو.
که څه په افغانستان کی په تیر څه کالونو کی جګړه په یو خاص موسم کی نه بلکه ټول کال جاری وی . خو د د غه هیواد په ختیځ او شمال کی د واورو د ویلی کیدو سره په جګړه کی تیزوالی راځی ځکه چی د جنګیالو او نورو سامانونو رسول اسانه شی.
د لیکوالی په خبره دا به د وخت نه مخکی خبره وی چی ووایو د سپرلی عملیات به ډیر زوره ور وی ځکه چی طالبانو ته د کرونده ګرو ملاتړ ترلاسه وی خو د کوک نارو د فصل کی دومره مصروفه دی چی جګړی ته اوزګار نه دی.
د افغانستان د پوځ یو قومندان وايی داسی تمه کیږی چی کله د کوک نارو فصل تیار شی نو د طالب جنګیالو شمیر زیاتی دی شی خو دی تمه څرګندوی چی طالبانو ته د ماتی ورکولو صلاحیت لری.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG