د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د سیکانو د (ویساک) مېله



باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد -
د افغانستان په ننګرهار کې سیکانو د ويساک ٣١٤ مه کاليزه د يوې ميلې په جوړولو سره ولمانځله.

په سلګونه ښځينه او نرينه سيکان د سره رود ولسوالۍ سلطانپور سيمې ته، چې په کې، له سلګونو کالونو راهيسې، د دوى مذهبي چينه اباده ده، ورټول شوي وو.

دې سیکانو تر يوې لويې خيمې يا تمبو لاندې له خپل مذهبي کتابه، له سرود سره خپلې ګروه ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې کولې.

د سیکانو د عقيدې له مخې په دغه سيمه کې څه د پاسه پنځه سوه کاله پخوا ګرونانک د امسا په وهلو اوبه راايستلې وې، چې دوى د دغې چينې په اوبو لمبل ثواب ګڼي.

مېلې ته ډېر سیکان په خپلو دودیزو کالیو کې راغلي ول
مېلې ته ډېر سیکان په خپلو دودیزو کالیو کې راغلي ول
په ننګرهار کې د سیکانو د ملکيتونو د ساتنې مشر حکيم بابر سینګ د دغې تاريخي او مذهبي چينې په اړه خبريالانو ته وويل:


((د بابا نانک په لاس کې يوه امسا وه، د الله په حکم يې امسا ووهله او دلته اوبه راوتلې، دا چينه موږ ته ډېر تاريخي ارزښت او لوړ مقام لري. موږ هر کال دلته راځو. سږکال مو د ويساک ٣١٤مه کليزه ونمانځله. او د ګروهـ نانک د پيدايش په ورځ هم موږ دلته راځو او د خپل ګروهـ ياد تازه کوو.))

يو ډله ځوانان سيکهان چې له تمبو څخه د چينې غاړې ته ورغلي وو، په مستۍ او جوش د ډول او سرني سره په ډانګچو وهلو لګيا وو.

د ميرسینګ په نوم يو بل تن وايي چې پخوا به يې د سلطانپور د چينې تر څنګ اته ورځې تيرولې چې هر کال به يې په سلګونه اجتماعي ودونه هم د همدې چينې په غاړه تر سره کول.

په سلطانپور کې د سیکانو یوه مقدسه چینه هم ده
په سلطانپور کې د سیکانو یوه مقدسه چینه هم ده
(( پخوا موږ په ننګرهار کې٢٠ زره کورنۍ اوسيدې او ورسره به د افغانستان له ګوټ ګوټه اهل هنود دې چينو ته راټولېدل. دلته به موږ پوره اته ورځې او شپې تېرولې، هغه وخت امنيت هم ښه و خو بيا به هم حکومت امنيتي تدابير نيولې ول. هر کال به د دې چينې په غاړه په سلګونو اجتماعي ودونه تر سره کېدل، همدلته به هلک او جينى د ګډ ژوند موافقه سره کوله.))

ياده دې وي چې په افغانستان کې د تېرو کورنيو جنګونو له امله په سلګونه سيکانې کورنۍ له ننګرهاره هندوستان او نورو هيوادونو کډه شوي چې اوسمهال يوازې ١٢٠ کورنۍ په جلال اباد کې مېشتې دي، چې اکثره نرينه يې د درمسال شا وخوا د طبابت په کار مشغول دي.
XS
SM
MD
LG