د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات او هلمند کې پېنځو ځانمرګو نولس تنه وژلي


Afghanistan -- Afghanistan flag and map, 30 October 2010
Afghanistan -- Afghanistan flag and map, 30 October 2010
سید شاه سقیم ، مشال راډیو

کندهار : افغان امنيتي چارواکي وايي چې د افغانستان په هرات او هلمند ولايتونو کې پېنځو تنو ځانمرګو بريد کوونکو ځانونه الوزولي .

دولتي چارواکي وايي چې لومړيو دوو ځانمرګو بريد کوونکو د هرات په ګيذرې ولسوالۍ کې ځانونه الوزلي چې له امله يې تر اوسه پورې یوولس تنه وژل شوي او درويشت نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا ځانمرګو برید کوونکو د هرات د هوايي ډګر او هرات ښار تر مېنځ په ګيذرې ولسوالۍ کې له هغه وروسته ځانونه چوولي دي چې پوليسو يې د مخته تګ مخه نيولې وه .

د هرات د والي وياند محى الدين نوري له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي په يو سرپ ډوله موټر کې سيمې ته ورغلي وو خو پوليس تر پېژندلو وروسته درولي وو.

دى وايي د يادې پېښې له امله په وژلو شوو او ټپي شوو کې ښځې ، ماشومان او سپين ږيري هم شامل دي.

محى الدين نوري وویل : ً دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې په يو سرپ کې سپاره وو پوليسو پېژندلي وو ، او درولي يې وو خو دوى ځانونو ته انفجار ورکړى دى. په دغه بريد کې د دوو پوليسو په ګډون يوولس تنه وژل شوي او درويشت عام وګړي ټپيان دي ً

محى الدين نوري زياته کړه چې د ځانمرګو بريد کوونکو هدف د هرات والي داود شاه صبا وو ځکه چې ټآکل شوې وه هغه به نن د هرات هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته کابل ته تلی او ځانمرګو غوښتل په لاره کې پرې ځانونه ور وچوي.

بلې خوا ته بيا د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې درې تنه ځانمرګو بريد کوونکو د يادې ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد کړى دی چې تر اوسه پورې پکې اته تنه پوليس وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره د موسى کلا ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ مخې ته نن غرمه يو تن ځانمرګي بريد کوونکي خپل په چاودېدونکو توکو بار موټر الوزلى او وروسته يې دوه تنه نور ځانمرګي د قومندانۍ ودانۍ ته ننوتي چې له امله يې تر اوسه پورې اته تنه پوليس وژل شوي دي . او د موسى کلا امنيه قومندان ټپي شوى دى .

د هلمند د والي وياند داود احمد مشال راډيو ته وويل چې تر يو څه نښتې وروسته د قومندانۍ ودانۍ ته ننوتي دواړه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي دي .

دى وايي په پېښه کې د موسۍ کلا د قومندانۍ اته تنه پوليس هم وژل شوي او امنيه قومندان يې ژوبل شوى دى .

داود احمد وویل : ً نن غرمه د موسى کلا د امنيه قومندانۍ مخې ته يو ځانمرګي بريد کوونکي خپل موټر چاودلى دى. او بيا دوه نور ځانمرګي ودانۍ ته پسې ننوتي دي، چې وروسته د پوليسو او ځانمرګو تر مېنځ نښته هم شوې ده. تر اوسه پورې هغه پاتې دواړه ځانمرګي هم وژل شوي او اته تنه پوليس هم وژل شوي دي ً .

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي مشال راډيو ته وويل چې دا دواړه پېښې د دوي ملګرو کړې دي.

له تېرې څه مودې راهسې د افغانستان په هرات او هلمند ولايتونو کې دا تر ټولو غټې پېښې دي چې درنه مرګ ژوبله لري .
XS
SM
MD
LG