د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې 'انځورونه خبرې کوي'


یو کس یوه انځور ته فکر وړی
یو کس یوه انځور ته فکر وړی

سید شاه سقیم، مشال راډیو

پراګ - (انځورونه خبرې کوي)، د افغانستان په کندهار کې د انځورونو پرانيستل شوى نندارتون نومېږي چې تر ۴۰۰ زيات انځورونه په کې د نندارچيانو د ليدو له پاره ايښودل شوي او ټاکل شوې ده چې څو ورځې به دوام وکړي.

د کندهار ولايت مقام او د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، نندارتون دوى دواړو په شريکه جوړ کړى او په جوړولو يې څلور مياشتې وخت لګېدلى دى.

د افغانستان د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ادارې رییس عبدالقدیم پتیال نندارتون پرانیزي
د افغانستان د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ادارې رییس عبدالقدیم پتیال نندارتون پرانیزي
د کندهار مرستيال والي او د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالقديم پتيال وايي، که څوک غواړي د کندهار د خلکو د تېر ژوند او کندهاري کلتور په اړه مالومات تر لاسه کړي نو تر دغه نندارتون به بل ښه ځاى نه کړي پيدا !!

دى وايي، په دې نندارتون کې د بېلابېلو عکاسانو او انځور ګرانو تر ۴۰۰ زيات انځونه نندارې ته ايښودل شوي دي.

په دغو عکسونو کې مې يو عکس تر ټولو ډېر خوښ شو په هغه کې يوه وړه ماشومه ده چې بادام ماتوي خو د بادامو د ماتولو پر مهال ورته ويده شوې ده.
((موږ د ځينو عکاسانو په خاصه همکاري دغه نندارتون جوړ کړى دى چې تر ۴۰۰ زياتې تابلوګانې (تابلو ته په پښتو کې غوړ انځور وايي) په کې دي. په دغو عکسونو کې زموږ د ټولنيز ژوند کيسه ده، او ټول زموږ کلتور ته ځانګړي شوي دي. دا نندارتون تاسي ته زموږ پخوا او نن در ښکاره کوي.))

پتیال انځور ګوري
پتیال انځور ګوري
د کندهار ښار څو تنه اوسېدونکي چې دغه نندارتون يې ليدلى وايي، له انځورونو څخه يې خوند اخيستى او ساعت يې هم په کې تېر شوى دى.

دوى د خپلې خوښې د انځورونو په اړه خبرې کوي.

(( زما نوم څانګه ده د دريمې ناحيې اوسېدونکې يم . زه دلته د دې له پاره راغلې یم چې دلته په انځورونو کې زموږ تېر وختونه وګورم په دغو عکسونو کې مې د ښځو عکسونه ډېر خوښېږي ځکه له دې څخه مالومېږي چې په تېرو وختونو کې زموږ ښځې له کومو ستونزو سره [مخامخ] وې او نن يې څومره پرمختګ کړى دى!!))

یو بل نندارچي: (( زما نوم نظر محمد دى. دلته د مختليفو عکاسانو عکسونه شته چې پکې زموږ غريب هیوادوال او زموږ خوار ولس انځور شوي دي. دلته د هغو ودانيو عکسونه هم شته چې بيا رغاونې ته اړتيا لري. په دغو عکسونو کې مې يو عکس تر ټولو ډېر خوښ شو په هغه کې يوه وړه ماشومه ده چې بادام ماتوي خو د بادامو د ماتولو پر مهال ورته ويده شوې ده. ))

تر دې وړاندې په کندهار کې د (ښکليو هنرونو) په نوم هم يو ورته نندارتون جوړ شوى وو چې د کندهار د بېلابېلو انځورګرانو انځورونه او تابلو ګانې په کې د نندارې له پاره ايښودل شوې وې.
XS
SM
MD
LG