د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجوايي پېښه: 'امریکايي حکومت راسره همکاري نه کوي'


د پنجوايي تر پېښې وروسته خلک د وژل شویو د فاتحې پر مهال
د پنجوايي تر پېښې وروسته خلک د وژل شویو د فاتحې پر مهال
پراګ - د ۱۷ افغان ولسي وګړو د وژلو په تور، تورن د امریکايي پوځي رابرټ بېلز وکیل د جمعې پر ورځ (د مارچ ۳۰مه) ویلي، د امریکا حکومت شهادتونه پټوي او د خپلې مقدمې په دفاع کې د تیارۍ لپاره د همکارۍ ژمنه نه پوره کوي.


جان هینري براون وايي، د ده ډله د عیني شاهدانو سره په مرکې کولو نه ده جوګه شوې او داسې ښکاري چې حکومت د مقدمې د مالوماتو په اړه دوی په تیاره کې ساتي.

د امریکايي پوځي وکیل جان هینري براون
د امریکايي پوځي وکیل جان هینري براون
((په سیمه کې زموږ خلک د دې ژمنو له امله چې له موږ سره شوې دي، مایوسه شوي. موږ عادتاً پر دې ژمنو باور کوو او باید هم داسې وکړو، خو ته سمه لار ښوونه نه وه شوې او څوک پوهېږي چې دا عیني شاهدان اوس چېرې دي!!))


((د افغانستان په کلیو بانډو کې دا خلک خپاره واره شوي دي نو زه نه پوهېږم، موږ ډېره اندېښنه لرو.))


براون وايي، په دې خبره پوهېږي چې رابرټ بېلز د پوځي عدالت له طرفه محاکمه کېږي او دا چې د ولسي عدالت په مقابله کې دلته قانوني ضابطې مختلفې وي، خو د ده په وینا، پوځي او حکومتي چارواکو په اصل کې ورسره ژمنه کړې وه چې که چېرې افغانستان ته ((خپل خلک واستوو نو دوی به راسره مرسته کوي.))


براون زیاتوي، حکومت په ښکاره له دې ژمنه سرغړونه کړې ده.


د مارچ د په ۱۱مه یوه امریکايي پوځي، د افغانستان د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالیو کې په دوو کلیو کې د شپې پر مهال پر کورونو ورننوت او د ماشومانو په ګډون یې ۱۷ کسان ووژل.


پر دې پېښې د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د زښت خپګان څرګندونه کړې ده. او افغان ولسمشر حامد کرزي هم ویلي ول چې د دې پېښې سمې پلټنې به کوي.
XS
SM
MD
LG