د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې لسګونه ټنه درمل سوځول شوي


په کندهار کې لسګونه ټنه بې کیفیته درمل سوځول شوي دي
په کندهار کې لسګونه ټنه بې کیفیته درمل سوځول شوي دي

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان د کندهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د تېر لمريز کال (۱۳۹۰) په اوږدو کې يې په ښار کې ۱۰۰ ټنه تر وخت تېر او بې کيفيته درمل نيولي او سوځولي دي.

د دغه رياست مشر عبدالقيون پخلا مشال راډيو ته وويل چې سوځول شوي درمل يې د کندهار ښار له بېلابېلو شرکتونو ، کلينيکونو او دوکانونو څخه نيولي دي.

د ده په خبره ځينې افغان سوداګر د زياتې ګټې په خاطر په لوى لاس بې کيفيته درمل هېواد ته راوړي چې زيان يې عامو وګړو ته رسېږيږي.

د پخلا په خبره په تېر لمريز کال کې يې ۵۰ ټنه درمل څه موده وړاندې سوځولي او پېنځوس ټنه يې تېره ورځ سوځولي.

(( دا د کندهار د عامې روغتيا رياست د ديارلس سوه نويم کال د فعاليتونو نتېجه ده. چې موږ د کندهار له شرکتونو، درملتونونو ، عمده فروشيو او کلينيکونو څخه راټول کړي دي. په دغو درملو کې تقلبي. جعلي ، تر وخت تېر او بې کيفيته درمل شامل وو چې مونږ نيولي او ومو وسوځول ))

بې کیفیته درمل جمع کول کېږي چې اور ورته واچول شي
بې کیفیته درمل جمع کول کېږي چې اور ورته واچول شي
پخلا زياتوي چې دا مهال په ټول هېواد کې د درملو د را واردولو تر پېنځه سوه زياتې کمپنۍ کار کوي چې ټولې يې په زياته اندازه درمل راوړي خو په هېواد کې دومره درملو ته اړتيا نشته ځکه نو تر وخت تېرېږي.

دى وايي د عامې روغتيا له وزارت سره بآيد د کورنيو چارو ، ماليې وزارت او ملي سوداګر مرسته وکړي چې د بې کيفيته درملو د راتلو مخه ونيسي.

د ده په خبره په دې سربېره بايد افغان دولت د هېواد په څلورو لويو ولايتونو د درملو د انلايز او تجزيې د پاره لابراتوارونه هم جوړ کړي کنې نو بې کيفيته او تر وخت تېر درمل به همداسې راځي لېري پرتو سيمو ته به پسې وړل کېږي او تاوان به يې ټول عامو وګړو ته رسېږي.

شا و خوا دوې اونۍ وړاندې هم د عامې روغتيا رياست کارکوونکيو په کندهار کې شل ټنه تر وخت تېر درمل نيولي او سوځولي وو.
XS
SM
MD
LG