د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایټمي توکي د ترهګرو لاس ته ولاړ نه شي"


د جنوبي کوریا په سیول کې د ایټمي امنیت سرمشریزه
د جنوبي کوریا په سیول کې د ایټمي امنیت سرمشریزه


د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د ایټمي امنیت په اړه د سرمشریزې په پای کې د نړۍ مشرانو په بیان کې دا ژمنه ښودلې چې د ایټمي تره ګرۍ د خطر مخنيوي لپاره به سخت ګامونه پورته کوي خو د نویو جدي ګامونو په اړه یو څرګند جوړجاړی نه دی شوی.

د نهې په ورځ په بیان کې ویل شوي دا د ټولو هیوادونو بنیادي ذمه واري جوړیږي چې حفاظتي ګامونه پورته کړي چې ایټمي مواد د تره ګرو لاسونو ته لاړ نه شي.

دغه بیان زیاتوي ایټمي تره ګري نړیوال امنیت ته اوس هم یو ګواښ دې چې لپاره یې کوټلي قامي ګامونو ته ضرورت دې.

په دې غونډه کې د ایران و شمالي کوریا د ایټمي پروګرامونو په اړه بحث وشو خو پرې کومه رسمي ایجنډا مخې ته نه ده راغلې.

تر دې وړاندې د جنوبي کوریا ، امریکا او چین مشرانو په سیول کې د ایټمي امنیت په اړه د سرمشریزې په وروستۍ ورځ د نړیوالې همکارۍ غږ وکړ.

امریکایی صدر بارک اوبامه وویل داسې ډېر ناوړه کسان شته چې د دې خطرناکو موادو په لټه کې دي” : بلکل هغه څه چې انکار نه شي ورنه کېدای دا دي چې خطر پر ځای پاتې دې. ډېر داسې بدکاران شته چې د دې خطرناکو موادو په لټه کې دي او دا خطرناک مواد اوس هم په ډېرو ځایونو کې داسې دي چې برید پرې کېدای شي.٬٬

د جنوبي کوریا ولسمشر لي میونګ باک وویل د یورینیم او پلاټونیم بډایولو د کمي لپاره نړیوالې همکاري ته ضرورت دې.چې دا ډول دغه توکي غلطو لاسونو ته ونه لوېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG