د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د نوي کال په وياړ مشاعره وشوه




سید شاه سقیم

کندهار :-د افغانستان په کندهار ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د نوي کال د رارسېدو په وياړ مشاعره تېره ورځ د دغه رياست په ودانۍ کې جوړه شوې وه چې پکې د لوى کندهار لسګونو شاعرانو ، ليکوالانو او د قلم مينه والو برخه اخيستې وه.

په دغه مشاعره کې د ټولو برخه اخيستونکيو شاعرانو شعرونه د پسرلي، نوي کال، سولې او ورورلي په اړه وو.

د مشاعري پيل ليکوال او شاعر احمد فرزان په خپلو خبرو وکړو چې ويل يې لا تر اوسه پورې د افغانانو وينې په يو او بل نامه تويېږي.

ده وويل د نوي کال مشاعره په همدې هيله کوو چې روان کال به افغانان ته له ځآن سره سوله او نيکمرغي راوړې وي.

(( خداى ته مناجات وړاندې کوو چې خداى دي راته دغه پسرلى د سولې او نيکمرغي پسرلى کړي چې ورسره زموږ دغه را پېښې بدمرغۍ ختمې شي. موږ دغه پسرلى په نېک فال نيولى دى ځکه شعر ، شاعري ، ادب او فرهنک له پسرلي او د پسرلي له ښکلا سره مستقيم ارتباط لري ))

د فرزان تر خبرو وروسته راغليو شاعرانو يو په بل پسې د پسرلي او سولې په اړه شعرونه وويل چې د مينه والو له لوري په چچکو بدرګه شول.

(( راځي بيا نوى دوران په پسرلي کې
بېرته ځوان شي زوړ جهان په پسرلي کې))
(( د ارغند د څپو شور له مستيه سره ناڅي
لکه پېغلې په اتڼ کې کله کښېنې کله پاڅي ))
(( د ژوند د پسرليو
او د هغه د خزان مالکه
دا نوى کال مو راته
د مسلمانانو تر مېنځ
په هغه کال بدل کړې
چې هر خوابدى مو
يوو او بل ته په يوسف بدل شي ))

په کندهارکي په دې وروستيو وختونو کې يو ځل بيا ادبي هڅې تر نور کله ډېرې ګړندۍ شوې دي.

له تېرې څه موده را په دې خوا په کندهار کې د ليکوالانو او شاعرانو له خوا په پرلپسې توګه د مياشتنيو او اونيزو مشاعرو لړۍ پيل شوې ده. چې زيات برخه وال يې نوي ځوانان وي.
XS
SM
MD
LG