د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې د بس چپه کېدو کې ۲۰ تنه مړه ۴۰ ژوبل




بېګا ماښام د پنجاب د شيخوپورې په صفدر روډ يوه بس چپه شوی چې پکې ٢٠ کسان مړه او تر څلويښتو زيات ژوبل شول.

د سيمې یو ځايي خبريال وايي، پېښه اله رامنځ ته شوه چې د تېزرفتارۍ له وجې بس د ډرایور له قابو ووت او په یوه کنده کې وغورځېدو.

پاکستان په نړۍ کې یو له هغه هیوادونو څخه دی چې زیاتې ټرافیکي پېښې پکې رامنځ ته کېږي چې لامل یې د سړکونو خرابولی او د ټرافیکي اصولو نه پلی کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG