د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایانودپنجوايي خلکوسره دزرګونوډالرو مرسته وکړه



افغان چارواکي وايي د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د اولسو وژل شوېو او نورو زیانمنو کسانو کورنیو ته لسګونه زره ډالره تاوان ورکړل شوی دی.

افغان چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيوو ته ويلي چې د هر وژل شوي کس پرسر پنځوس زره ډالر او د هر زخمي شوي پر سر یوو لس زره ډالر ورکړل شوي خو په کابل کې د آيساف يا سوله ساتي ځواکونو يو وياند دې پيسو ورکول نه دې تاييد کړي.

د رابرت بيلز په نامه دغه امريکايي پوځي د اولسو کسانو پر وژلو تورن شوی او مقدمه به پرې چليږی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG