د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د ایف سي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې


د جنوبي وزيرستان په واڼه سکاؤټ کېمپ کې نن د جمعې په سهار يوه بمي چاودنه شوې ده چې په کې د ايف سي ځواک دوه سرتيري وژل شوي او نور پنځه کسان ژوبل دي.

استخباراتي او پولېټکل چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال ريډيو ته ويلي چونکي توکي په يو ريډيو سېټ کې ايښودل شوي وو ، په دې پيښه کې دوه ښځې او درې ماشومان هم ژوبل شوي دي ، چارواکو زياته کړې تر دې دمه چا د پيښې پړه پرغاړه نه ده اخستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG