د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغان طالبانو کې دوکه او بې یقیني زیاته شوې



ژباړه :- بشير ګواښ – مشال راډيو - پراګ

ډيلي بیسټ ډاټ کام ویب سايټ په خپله يوه مقاله کې ليکي د افغانستان طالبان افغان حکومت سره د سياسي روغې جوړ پر سر بې اتفاقه دي. ځينې يې د خبرو ملاتړ کوي او ځينې بيا جګړه جاري ساتل غواړي.

ډيلي بيسټ ډاټ کام ويب سایټ په يوه مقاله کې راغلي چې د افغان طالبانو په منځ کې دوکه او بې يقيني مخ پر زياتيدو ده او مشران يې کوښښ کوي چې په دې ډله خپل کنټرول وساتي . د مقالې ليکوالان سميع يوسفزی او ران مورو ليکي چې د طالبانو يو والی له دې کبله زيامن شوی چې د سولې په خبرو کې د ګډون يا د جګړې د جاري ساتلو په خبره سره یوه خوله نه دي.

ډیلي بیسټ ډاټ کام ليکي چې تيره اونۍ د طالبانو د کويټې شورا په زابل کې يو لوړ پوړی طالب قوماندان ملا احد اغا او د ملاعمر د وخت د استخباراتو د ادارې مرستيال مشر او په غزني کې يو مهم قوماندان ملا غلام حسن په دې تور ونيول چې د سولې د خبرو لپاره رامنځته شوي د افغانستان د سولې عالي شورا سره يې د طالب مشرانو له اجازې پرته اړيکې نيولي وي.

د ليکوالانو په وينا د افغانستان د عالي شورا د کندهار څانګې ځينو مشرانو د ملا غلام حسن، ملا احد اغا او ډيرو نورو طالب قوماندانانو سره د پاکستان په کوټه کې کتلي وو. له همدغه ملاقاتونو وروسته دا دوه کسان ونيول شول او د دې مقالې ترمخه ځينې نورو طالبانو چې خبرې ورسره شوي وي، ځانونه پټ کړل. په افغان رسنيوو کې د دې خبر له خپريدو وورسته د طالبانو وياند د دغه خبرو کيدل رد کړل خو د ډيلي بیسټ ډات کام په وينا يو طالب قوماندان ورته ويلي چې دا خبرې شوي وي.

په مقاله کې د يو طالب مشر له خولې ويل شوي چې بې له اجازې څخه د حسن او اغا له خوا خبرې کول د طالبانو د نظم او اصولو خلاف ورزي څرګندوي چې د مقالې د ليکولانو په وينا په مهمو مسلو د طالبانو ویشلی دریځ ښئ. دوی زياتوي چې د طالبانو په منځ کې د درز پريوتل به د دوی د جګړې کولو وړتيا چې وار دمخه امريکايايي عملياتو کمزوري کړي، نوره پسې له زوره وغورځوي.

په داسې حال کې چې د دې مقالې د ليکوالانو په وينا د طالبانو مشر، ملامحمد عمر په خپله ډله کې د نظم و ضبط د رامنځته کولو هڅه کوي، يو پخواني طالب چارواکي چې اوس د يوې مدرسې مشر دی، ډيلي بیسټ ډاټ کام ته ويلي چې د اورپکو په روزونکې مدرسه کې اتيا شاګردان لري چې ډير شمير يې کيدای شي راتلونکې میاشت له فراغته وروسته د طالب مشرانو خبره ونه مني او جګړې ته لاړ نه شي. د مدرسې د دې مشر په وينا زيات طالیان وايي چې نور ملګري یې د امريکا يا افغان چارواکو سره خبرې کوي نو دوی ولې مړه شي؟ دوی هم بايد د خبرو برخه جوړه شي.
XS
SM
MD
LG