د لاسرسي ځای

تازه خبر

یواځې لېونیان دغه ډول وژنې کوي. نیکولا سارکوزي


د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي په تولوز کې د هغه ښوونځي دوره وکړه چې څلور یهودان د یوه نامالوم کس په ډزو ووژل شول
د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي په تولوز کې د هغه ښوونځي دوره وکړه چې څلور یهودان د یوه نامالوم کس په ډزو ووژل شول
د فرانس ولسمشر نیکولا سارکوزي د ګل په ورځ ویلي چې د هیواد جنوب لویدیځه برخه یې له هغې وروسته د ترهګرۍ د لوړې کچې خبرداري ته اچولې چې د یوه یهودي سکول بهر په ډزو کې څلور کسان ووژل شو.

سرکوزي زیاته کړه، دا څرګنده ده چې دغه برید له یهودیانو نه دکرکې په بنیاد شوی دې. نوموړي دا هم وویل دی باور لري چې د تېرې اونۍ په دوو نورو بریدونو کې همدغه وسله وال کس ککړ دی چې څلور فرانسوي اهلکاران یې وژلي وو. وړاندې پولیس ویلي وو چې په دغه دریو واړو حملو کې د یوې تمانچې او موټر سایکل استعمال شوی دی.

سارکوزي د تولوزښار د لیدو پر مهال دغه پېښه یو ملي ناورین وباله.

” یواځې لېونيان داسې کړنې کولای شي ، دا یوه غمیزه ده. دا تش په نامه انسانان دي. دوی هغه اصولونه نه عملي کوي چې د انساني ژوندانه وقار ته درنښت ورکوي.


بل خوا اسرایلو اعلان کړی چې د ګل په ورځ څلور وژل شوي کسان به په اسرایل کې د هغوی د کورنیو له خواهېش سره سم ښخېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG