د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۳ز کال کې افغانان د پوځي عملیاتو ذمه وراه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي د جمعې پر ورځ، په ۲۰۱۳ز کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي ذمه واريود سپارلو په اړه په ټیلي فون سره خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وایي، دواړو مشرانو ومنله چې په ۲۰۱۳ز کال کې به افغان ځواکونه د جنګي عملیاتو ذمه واره وي او امریکایي عسکر به یي ملاتړ کوي. سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا او افغانستان ولسمشران ژمن دي چي د ۲۰۱۴ز کال په پای کې به د امنیتي چارو مسوولیتونه په مکمله توګه، افغان ځواکونو ته سپاري. دا شان دواړه ولسمشران په دې سلا شوي چې د ښاغلي کرزي د هغې غوښتنې په اړه به نورې خبرې کوي چي وایي، ((بهرني عسکر دې د افغانستان له کلیو ووځي.)) بارک اوباما، حامد کرزي ته د مې په میاشت کې د امریکا د شېکاګو په ښار کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. په دې غونډه کې به په افغانستان کې د امنیتي ذمه واريو د سپارلو مرحلې په ګوته کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG