د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجوايي په معاملې کې امریکا همکاري نه کوي، کرزی


د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه انځورونه چې د پنجوايي په پېښه کې د ښکار شویو د کورنیو له غړو سره د کتو پر مهال اخیستل شوي دي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه انځورونه چې د پنجوايي په پېښه کې د ښکار شویو د کورنیو له غړو سره د کتو پر مهال اخیستل شوي دي.

کابل - د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر امریکا تنقید کړی دی چې د امریکايي عسکر لخوا د ولسي وګړو د وژنو په پلټنه کې ورسره هیڅ همکاري نه کوي.


د جمعې پر ورځ، د وژل شویو ۱۶ وګړو له کورنیو سره د خبرو پر مهال کرزي وویل، د پېښې په اړه د افغانستان په پلټنو کې یې، له توقع سره سمه، همکاري نه ده تر لاسه کړې.

((د پوځ مشر اوس رپورټ راکړی. زه نه یم خبر چې تاسې به دا رپورټ اورېدلی وي او که نه چې وايي، افغان پلټونکې ډلې له تمې سره سم، د امریکا همکاري نه ده تر لاسه کړې. نو ځکه دا ټولې پوښتنې به موږ را پورته کوو، دا به په ډېر زور او په سپینه توګه را پورته کوو.))

حامد کرزي زیاته کړه، د امریکا له پلوه د همکارۍ نشتوالي، په افغانانو کې شکونه پیدا کړي دي.

د روانې میاشت (مارچ) پر ۱۱مه نېټه یوه امریکايي پوځي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ۱۶ ولسي وګړي ووژل.

تر دې وروسته، امریکا پر دې پېښې د زښت خپګان څرګندونه وکړه.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما د دې پېښې په تناظر کې هغه ګنګوسې ردې کړې چې ګواکې اوس به امریکايي سر تېري ژر له افغانستانه و ایستل شي.

اوباما په یوې مرکې کې ویلي ول، له افغانستانه په وتو کې بیړه نه کوي.
XS
SM
MD
LG