د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له افغانستانه د ځواکونو په وتو کې بیړه نه کوو"


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ګل په ورځ ویلي سره له دې په یولسم مارچ یوه امریکايي پوځي ۱۶ ولسي افغانان ووژل خو له افغانستانه به د خپلو پوځیانو په وتو کې بیړه ونه کړي.

په یوه مرکه کې اوباما ویلي، ضرورت ددې خبرې دی چې له دغه هیواده په ذمه وارۍ سره ووځو داسې نه چې بیا بیرته ورګرځو.

د کندهار د پنجوايي پېښې یو یوځل بیا امریکا- افغان اړیکي چې وار دمخه د اسلامي نسخو په سوځېدو تاوژنې شوې وې لاپسې کړکېچنې شوې.

اوباما د ولسي کسانو وژنه ”بېخي یوه زړه ماتونکې غمژنه پېښه وبلله“ خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې په زرګونه سرتېری، ” په ولسي برخه کې په سلګونه سلاکاران“ او ”غټ شمېر وسلې او سامان آلات“ دي او موږ دا ډاډمنول غواړو چې افغانستان د القاعده د بیا راټوکېدو د مخنیوي لپاره خپلې پولې خوندي کړائ شي. اوباما پر دې ټینګار وکړ چې له اړتیا زیات په افغانستان کې تر اوږدې مودې پاته کېدل نه غواړي.

وړاندې د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارني خبریالانو ته د امریکا و افغانستان د اړیکو د نوي پړاؤ په اړه وویل،

((پکار ده چې درته سپینه کړم، زه باور نه لرم چې دغه اوسنۍ پېښه به د هغې ستراتیژي مهال ویش واړوي چې د امریکايي ځواکونو د راوېستو لپاره جوړه شوې او عملي شوېده، او د همدې له مخې به د امنیتي چارو سنبالښت او مشرتابه افغانانو ته سپارل کېږي او نه به ددغه بهیر تکمیلېده له ۲۰۱۴م کال وروسته اوړي او د ځواکونو د کموالي په اړه خبرې اترې دوام لري.))
XS
SM
MD
LG