د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو:د پنجوايي دپېښې پلټنه کوو،برید کونکی مو نیولی


سیدشا سقیم / مشال راډیو

کابل / کندهار:- په کابل کې د امریکا سفارت د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د یو بهرني سرتیري په ډزو د ولسي کسانو په مرګ ژوبله خواشیني ښکاره کړې ده.

دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي(( مونږ د خپلو افغان ملګرو په وړاندې ددغې کړنې په ترسره کېدو غمجن شولو.))

خبر پاڼه داهم لیکي چې په دې اړه د حقایقو د موندلو هڅې روانې دي، او په تړاو یې یو امریکايي سرتیری نیول شوی هم دی.

همدارنګه په افغانستان کې دایساف ځواکونو هم دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې راپورونه وايي ددوی یو سرتیري په ډزو یو شمیر ملکي کسان وژلي او یا یې هم ژوبل کړي دي.دوی په دې پېښه خواشیني ښکاره کوي، نه پوهیږي چې دپېښې ترشاکوم تحرک موجود دی، خو په دې اړه وار له مخه تحقیقات پیل شوي دي.

بل پلو د کندهار دولتي چارواکي د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د يو تن بهرني سرتېري له خوا په عامو خلکود ډزوپه ترڅ کې د وژلو شویواو ټپي شویو کسانود شمیرې په اړه بیلا بیل راپورونه ورکوي.

د چارواکيو په خبره يو تن بهرنی سرتېرى تېره شپه د درې نيمو بجو په شاو خوا کې د پنجوايي ولسوالۍ په زانګ ابآد سيمه کې د عامو وګړو کورونو ته ورغلى او په خلکو يې ډزې کړې دي.


دکندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د مشال راډیو ازادي څانګې ته وویل چې په دې پېښه کې پنځلس کسان مړه یا ژوبل شوي دي ، او د پېښې د څیړلولپاره سېمې ته یوپلاوی لېږل شوی دی.

د پنجوايي ولسوالۍ د سیمه يیزې شورا غړی حاجي عبدالغني وايي په دې پېښه کې ددوی د کورني غړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.


قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي له مشال راډيو سره يې د خبرو پر مهال د وژلو شويو کسانو شمېره لوړه وښوده، دى وايي په وژلو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


څه موده وړاندې هم په کندهار کې د بهرنيو سرتېرو په هوايي بريد کې يو شمېر ماشومان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG