د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر افغانستان د نړیوالو ورځپاڼو لیکنې





په ورځپاڼه نیویارک ټايمز کی لیکوال انا ټول لیوین یوه مقاله لیکلی او وايي که امریکا په افغانستان کې له جګړې په سرلوړی خپل ځان اېستل غواړي او که افغانستان په راتلونکې کې په یوې کورنۍ جګړې کې له کېوتو خوندي کول غواړي نو اوباما ته پکار ده چې پر خپله ژمنه ټينګ ودري.


او جوخته ورسره دا مهمه ده چې که امریکا او ناټو ځواکونه له خپلې ټاکلې نېټې سره سم وتل غواړي نو دا یې مناسب وخت دی چې یو جوړ جاړی وکړي. او له دې وخته پوره ګټه پورته کړل شي.

لیکوال انا ټول لیوین لیکي خو که وکتل شي د اوباما ادارې تګلاره حوصله وونکې نه دي او که همداسې روانه وه نو ښايي له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې یو ناورین رامنځ کړي.

په لومړي سر کې د مغرب لخوا په کامیابۍ سره د افغانستان دولت د جوړېدو خبرې لږ څه په تیاره کې شپېلۍ وهل ښکارېدې.


بلخوا پاکستانی لیکوال او خیریال احمد رشید لیکي په پاکستان کی زیاتېدونکې جګړی وار د مخه له اوږده او ژور بحران سره لا مرسته وکړه.

د پاکستان سیاسي او پوځي مشر تابه نه حوصله ، نه همت او نه هم پوه وښودله چې د ملک بهرنۍ او اقتصادي تګلاره کې اصلاحات راوړي.

د پاکستان دولت د مختلیفو تندلارو جهادي جنګي ډلو ساتنه کوي او ان طالن خو د پاکستان دولت ته دهړکې ورکوي.

له دوه زره یوم کال راهیسې پوځ افغان طالبانو او د هغی مشرانو ته خوندي پناه ګاوې ورکړې دي او مرسته یې کوي. په دغه هر څه امریکا خبره ده خو بیا یې هم په موثره توګه غږ نه دی پورته کړی.

لیکوال وايي له دې انکار نه شي کیدائ چی د اباما په دوره کې په پاکستان او افغانستان کې سیاسی اوپوځي حالات ډیر خراب شوي دي او له دې علاوه د پاکستان او امریکا تعلقات همدې کچې ته رسېدلې دي چې د ختمېدو زۍ ته رسېدلې دي.

اباما او دهغه نور لوړ پوړي چارواکي تر ډېره ددې ذمه وار دي ځکه چې د هغه چارواکو د یوه ډلې یا ټیم غوندې ګام وانه خیست بلکې هغوی په سیمه کې کوټلي سیاسي ګامونه وانه خیستل بلکې متضاده پالیسي یې لرله. له دې تضاده د سیمې نورو لوبغاړو ګټه پورته کړله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG