د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغاني ګنډ پر ښځو سر بېره اوس د نجونو هم خوښ دی


د جلال اباد په یوه دوکان کې د افغانستان دودیز کمیسونه ايښي
د جلال اباد په یوه دوکان کې د افغانستان دودیز کمیسونه ايښي

باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد - افغاني ګنډ له پخوا څخه د پښتني کلتور برخه ده او اوس يې هم ښځينه په ځانګړو کلتوري مناسبتونو کې اغوندي.


افغاني ګنډ څنګه جوړيږي او د ښايست کوم توکي په کې کارول کيږي، د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ پيغله تورپيکۍ څوک چې په خپل کور کې د افغاني ګنډ د جوړولو مرکز لري، راته وايي.

(( دغه افغاني ګنډ موږ په بيلا بيلو رنګونو اوماډلونو کنډو. په کوم کميس دوه هفتې، په کوم يوه هفته او کوم په دريو ورځو کې ګنډو. د بخمل او يا کومې بلې قيمتي کپړې څخه اول کميس وګنډو، بيا پرې تيله دارې چرمې، مرۍ، او پاولۍ او او ډول ډول ستارې ټک وهو او کميس تياروو.))

ګنډ اوس پر ښځو سر بېره وړو ماشومانو ته هم اغوستل کېږي
ګنډ اوس پر ښځو سر بېره وړو ماشومانو ته هم اغوستل کېږي
افغاني ګنډ په کومو مناسبتونو کې اغوستل کيږي؟ دا پوښتنه د جلال اباد ښار اوسيدونکي نورزيه دا رنګه ځوابوي:

(( دا کميس موږ په اخترونو، ودونو، د نکريزو په شپه او په ملي ورځو کې اغوندو. په افغاني ګنډ کې موږ ځان ډير راحت احساسوو، ځکه چې دا موږ ته له خپلو ميندو او نياګانو څخه راپاتې يو دود دى.))

افغاني ګنډ اوس يوازې پيغلې او ميرمنې نه، بلکې ماشومې نجونې يې هم خوښوي، د سلما په نوم يوه کم عمره جينۍ وايي چې افغاني ګنډ يې ډير خوښ دى او کله چې يې هم د چا په غاړه وګوري، کور ته راځي او مور ته وايي چې ده ته يې هم ور واغوندي.

دا نجلۍ هم افغان کمیس خوښوي
دا نجلۍ هم افغان کمیس خوښوي
دا چې افغاني ګنډ په پښتنې کلتور کې څومره ارزښت لري، دا پوښتنه د ننګرهار پوهنتون استاد ببرک مياخيل راته ځوابوي:

(( ما په خپلو خپلوانو کې داسې ډيرې زړې ښځې ليدلي دي چې د خپلې ځوانۍ افغاني ګنډ کميسونه يې له ځانه سره ساتلي چې په يوه ارزښت ورته قايل دي. او چې کله يې هم راوخلې خاص خوند ورکوي وايي له کلونو کلونو يې له ځانه سره ساتلى دى. دا خبره اوس په يوه کلتور بدله شوې. او له پخوا څخه چې دا سلسله زموږ په کليو او بانډو کۍ راروانه ده. اوس افغاني ګنډ يو کلتوري شکل د ځان له پاره غوره کړى دى.))

ياده دې وي چې افغاني ګنډ د پخوا پر تله اوس په ډيرو سيمو او کورونو کې رواج موندلى تر دې چې اوس يې ميندې ډيرو وړو نجونو ته هم جوړوي او په ځانګړو مناسبتونو کې يې وراغوندي.
XS
SM
MD
LG