د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن کې دالقاعده ګڼ شمېرجنګیالي بمبارۍ کې نخښه شوي


راپورونه وايي چې دالقاعدې مشوک غړي په جنوبي یمن کې په نخښه کړی شوي دي. دجمعې او د خالي ترمنځ په منځنۍ شپه کې د شوې دغې بمبارۍ په ترڅ کې د اتلسو او پنځه څلویښتو ترمنځ د کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

ددغو بمباریو په ترڅ کې غربي ( بایده ) او د یاغیانو په واک کې ښارګوټی ( جار ) په نخښه شوي دي.

بمباري دمشکوکو بې پایلټه الوتکو له خوا ترسره شوې خو ازادو سرچینو ددې خبر پخلی نه دی کړی.

دامریکا د سنټرل کمانډ ( مرکزي ځواکونو ) ویاند میجر ټي.جی. ټیلر په دې اړه د څه ډول نظر دښکاره کولو نه ډډه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG