د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهاري اداکاران بهرنۍ روزنه غواړي


د کندهار اداکاران د یوې سټېج ډرامې پر مهال
د کندهار اداکاران د یوې سټېج ډرامې پر مهال

سید شاه سقیمم – مشال راډيو

کندهار :- د کندهار اداکاران (ممثلين)، انځور ګران او ليکونکي وايي چې دولت بايد دوى د روزنې او زده کړو لپاره نورو هېوادونو ته ولېږي. دوى وايي په کور دننه هم دا مهال په ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .

د کندهار هنرمندان وايي چې له يوې خوا اقتصادي ستونزو په مخه کړي او له بلې خوا يې ځينې ملګري د هنر په ډګر کې سمې روزنې ته اړتيا لري چې بايد په یو بل هېواد کې روزنه ورکړل شي.

د کندهار د يو شمېر ممثلينو په خبره چې دا مهال يې په بېلابېلو سريالونو کار پيل کړى دى خو د اقتصادي ستونزو له امله يې پر مخ نه شي بېولاى.

په کندهار کې دفضلي مېډيا پروډکشن مسول احمدشاه سايل وايي چې دا مهال يې زيات ممثلين ملګري په کندهار کې د اوسېدو لپاره هيڅ ځايونه نه لري. او ډېر خو يې لا سمې روزنې ته هم اړتيا لري چې په افغانستان کې ناشونې ده.

دى وايي دا مهال يې د څلوېښتو برخو يو سريال جوړولو ته نيت خو مالي ستونزو يې مخه نيولې ده.

(( په کندهار اکثره ممثلين د سرپناه ځاى نه لري، په دې سربېره که زموږ ځينې ممثلين هندوستان ته ولېږل شي چې هلته ښه وروزل شي او په راتلونکيو کې موږ د ارمان سريال په څېر يو د څلوېښتو برخو سريال په پام کې لرو چې بايد لګښت يې دولت په غاړه اخلي.))

د کندهار مرستيال والي او د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالقيديم پپتال وايي چې له ممثلينو ، انځور ګرانو او ليکوونکيو سره يې ليدلې او تر ډېره پورې يې په ستونزو هم خبر شوى دى.

دى وايي موږ په پام کې لرو چې په کندهار کې د نوي جوړېدونکيو سريال مالي لګښت د ولايت مقام په غاړه واخلي او ځينې هنرمندان د زده کړو او روزنې لپاره هندوستان ته ولېږو.

(( موږ د ممثلينو د ستونزو په اړه له دوى سره کښېنستي يو او هڅه کوو چې د دوى ستونزې ختمې کړو. موږ به له دوى سره د هغو سامان الاتو مرسته هم وکړو چې دوى ته ور په کار کېږي. او په دې سربېره يې به يې ځينو نورو سيمو ته په فرهنګي سفرونو هم بوزو
چې په دې سربېره يې له هنر سره اړيکې زياتې او تجربې پخې شي ))

په کندهار کې دا مهال د ممثلينو پېنځه ډلې خپلواک فعاليت کوي چې د ټولو غړو شمېر يې تر سلو تنو اوړي خو فعاليتونه يې يوازې د کندهار تر سيمه ييزو رسنيو پورې محدود دي.
XS
SM
MD
LG