د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سندرغاړی له کاره وتلو شیانو ته هنري بڼه ورکوي


د مشال مرکزي څانګې رپوټ

ژباړه:- فرخنده وزیر- مشال راډيو


د افغانستان یو ځوان شاعر او سندرغاړی د خلکو له خوا غورځول شوي او له کاره وتلي سامانونه راټولوي، او بیا ترې نوي څیزونه جوړوي، چې پکې خپل ولس ته یو ښه پیغام هم ورکوي. د افغانستان د نوې موسیقۍ سندرغاړی مسعود حسن زاده وایي، دی له کاره وتلي سامانونه راټولوي او بیا ترې مختلف نوي شیان جوړوي.

مسعود حسن زاده چې د افغانستان یو راک سندغاړی دی، غواړي له خپل فن سره سره په ولس کې دا شعور او پوهه هم پیدا کړي، څنګ به هغه سامانونه یو ځل بیا کاروي چې خلک یې ډېران ته غورځوي.

یو دیرش کلن حسن خرابې شوې ګوډیانې، د لوبو زاړه ټوپکې او تمانچې، غورځول شوې اخبارونه او کاغذونه او داسې یو شمیر نور سامانونه راټولوي، په ترتیب او هنر سره یې یا خو په یو بل اډانه یا فریم کې بندوي، او یا ترې هم یو نوی څیز جوړوي.


ما د هغه شیانو استعمال کړی چې لاسونو ته مې ته راغلي، زما په کار کې دوه څیزونه د مطبوعاتو پروپیګنډا او ټوپک زیات ښکاره دي، او دا هغه شیان دي چې له بده مرغه د افغانانو په ژوند یې ډیر اثرات غوځولي دي .حسن زاده.

حسن به په روانه میاشت کې د فرانس د کلتوري مرکز په مرسته په کابل کې خپل دغه ارټ د نندارې لپاره وړاندې کوي، او وایې دی هیله لري چې خلک به یې ډیر خوښ کړي، او یوه نوې اییډیا به ورته ترلاسه شي، دی زیاتوي....

ً پر موجوده حالاتو زه نیوکی لرم، د طالبانو د دورې په پرتله مو پرمختګ کړی ، خو موږ ته یو شمیر مسلې په میراث کې پاتې شوې دي ، د افغانستان موجوده سیاسي وضع ډیره وېروونکی ده. ً

حسن زاده دا هم وایي هغه په خپل کار کې دا ښودلې ، چې د طالبانو وروستو افغانانو څنګ پرمختګ کړی او دغه عمل څومره په ورو روان دی. هغه وایې په ټولنه کې په ښځو بورقې اچول، د وسلې زیات او ښکاره استعمال، جهالت او په ټولنه کې د یو بل لپاره زغم نه لرل یې یو څو مثالونه دي، چې دا ښکاره کوي، د افغانانو پرمختګ د څومره ستونزو ښکار دی، او ده هم په خپل ارټ او هنر کې دغه مسلې په ګوته کړې دي. او وایې،،،،،،

ً ما د هغه شیانو استعمال کړی چې لاسونو ته مې ته راغلي، زما په کار کې دوه څیزونه د مطبوعاتو پروپیګنډا او ټوپک زیات ښکاره دي، او دا هغه شیان دي چې له بده مرغه د افغانانو په ژوند یې ډیر اثرات غوځولي دي . ما غوښتل د خلکو پام هغه له کاره وتليو سامانونو ته راواړوم چې اکثره یې دوی پر ډېرانونو غورځوي، او د دغې نه مې یو نوی څیز جوړ کړی چې دا شان یو داسې کار څرګندوي ، چې یو بل ارټ یې نشی کولای.ً

حسن زاده وایې هغه د سندرو او ګټار سره له ماشوموالي مینه لرله، هغه یو شاعر هم دی، او په دی اړه یې په ایران کې د موسیقۍ تربیت هم تر لاسه کړی دې.

حسن زاده وایي، غواړي خپل کار نړۍ ته وښیې، خو له دې سره سره د نورو افغانانو هنرمندانو لپاره هم اندیښمن دی، چې د طالبانو دور او جنګونو یې کار سخت اغیزمن کړی دې.
XS
SM
MD
LG