د لاسرسي ځای

تازه خبر

له امریکا سره په ستراتیژیک تړون کې پرمختګ شوی.کرزی


افغانستان: د پولینډ ولسمشربرونيسلاو کموروسکي له خپل افغان سیال سره په کابل کې ګډ خبري کنفرانس کوي
افغانستان: د پولینډ ولسمشربرونيسلاو کموروسکي له خپل افغان سیال سره په کابل کې ګډ خبري کنفرانس کوي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي، له امریکا سره د اوږد مهاله سټریټیجیک تړون په اړه یې په خبرو اترو کې پرمختګ کړې . د دې تړون موخه په ۲۰۱۴م کال له ټاکلې نېټې سره سم د د امریکايي ځواکونو د وتو وروسته په افغانستان کې د امریکا د موجودیت لپاره قانوني بنیادونه جوړول دي. او بله دا چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې امریکا د افغان حکومت مرسته جاري وساتي.

نوموړي داخبرې نن د نهې په ورځ په کابل کې دغه هیواد ته په دوره ورغلي د پولینډ ولسمشربرونيسلاو کموروسکي سره د یوه ګډ خبري کانفرنس پر مهال کولې :

((هو ، افغانستان د امریکا سره سټریټجیکي تعلقاتو لپاره خپل شرایط لري چې لویې جرګې ټاکلي دي. موږ په دې اړه له امریکایي حکومت سره کار روان کړی دی. تېره اونۍ په دۍ لړ کې پرمختګ شوی دی. موږ پرې پرون هم خبرې اترې کړي دي.موږ ځيني پوښتنې لرلې او د هغې وضاحت مو هم و غوښتلو. پرمختګ شوی دې او افغانستان یی نور هم زیاتول غواړي.))

بلخوا د پولېنډ ولسمشر برونيسلا کموروسکي وویل، چې د هیواد ځواکونه به یې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پاتې وي، خو له هغې وروسته به هم یې هم هیواد په بیلابیلو برخو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

برونیسلاو کوموروسکي وویل، چې د هېواد عسکر به یې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغان ځواکونو د روزنې په ماموریت کې هم خپل رول ته دوام ورکړي.


کوموروسکي همداراز وویل، چې هېواد یې په دې باور دی، چې د افغانستان د ستونزې حل تر ډیره په سیاسي او اقتصادي لارو چارو سره کیدای شي.

ولسمشر حامد کرزي وویل، چې له نوموړي سره یې په کتنه کې له ۲۰۱۴ کاله وروسته هم د افغانستان او پولنډ ترمنځ د همکاریو په دوام خبرې کړي دي.

نوموړي وویل، چې افغانستان له دوه زرو څوارلسم کاله وروسته هم د امنیت په برخه کې له نړیوالې ټولنې د امنیتي ځواکونو په رزونه او د هغوی د ظرفیتونو په لوړولو کې د مرستې غوښتونکی دی.

ښاغلي حامد کرزی وویل، چې له دې سربیره پولنډ له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته په نورو برخو کې هم همکاري کولای شي:

″په اقتصادي برخه کې افغانستان او پولنډ د اقتصادي همکاریو به بیلابیلو برخو کې کار کولی شي، لکه اساسي لارې، ترانسپورټ، سوداګرۍ، صنعتي همکارۍ او نورو برخو کې چې پولنډ یې کولای شي او افغانستان ترینه غوښتنه ولري.

موږ همداراز د افغانستان او پولنډ ترمنځ په تعلیمي همکاریو هم خبرې وکړې، موږ پوهیږو، چې پولنډ ښې تعلیمي موسسې لري او له مخکې نه یو شمیر افغانان هلته پخوا روزل شوي دي.″

حامد کرزي وویل، چې هیواد یې غواړي له پولنډ سره هم د ستراتیژیکو همکاروی سند ولري.

نوموړي دا رنګه سندونه چې تراوسه پورې له ایټالیا، فرانسې، بریتانیا او هند سره لاسلیک شوي، د یوه خوندي افغانسان لپاره مهم وبلل.

پولنډ په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا دوه زرو پنځه سوه عسکر لري.

د دې هېواد حکومت د خپلو ځینو مخالفو ګوندونو له فشارونو سره هم لاس او ګریوان دی، چې له افغانستانه د پولنډي ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتونکي دي.

ه بنګله دیش کې پولیس وایی یو نا څرګنده وسله وال په سرښار ډهاکه کې د سعودي عرب د سفارتخانې یو چارواکې په ډذو وژلې دې.
دا وړومبې ځل دې چې کوم بهرنې ډپلومیټ په بنګله دیش کې وژل کیږي.
پولیس وایی خلاف ال علي چې په سفارتخانه کې یی د دویم سیکټري په توګه کار کؤ ، مړې یی د نهې په ورځ په ډهاکه کې د سفارتي ودانۍ نه تر لاسه شوې دې.
د هغه د وژنې هدف په سمدستي ډول نه دې معلوم او پولیس وایی تحقیق یی شورو کړې.
سعودي عرب او بنګله دیش نږدې تعلقات لري چې د بنګله دیش ډیر خلک په دغه تیل لرونکي هیواد کې روزګار کوي
XS
SM
MD
LG