د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار :د ځانمرګي برید ګر په ګډون ۵ تنه نيول شوي


کندهار: دغه ځوان چې د ځانمرګي برید لپاره روزل شوی د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.
کندهار: دغه ځوان چې د ځانمرګي برید لپاره روزل شوی د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.
سید شاه سقیم – مشال راډيو

کندهار:- د کندهار چارواکي وايي چې په دغه ښار او ولسواليو کې يې د پلټنو پر مهال د يو تن ځانمرګي بريد ګر په ګډون د دولت پېنځه تنه وسله وال مخالفين نيولي دي .

د ملي امنيت چارواکي وايي، چې په کندهار او ولسواليو کې يې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د يو ځانمرګي په ګډون پېنځه تنه وسله وال نيولي دي چې درې تنه د وسله والو طالبان د جنګي قومندان ملا خوريي جنګيالي دي.

د ملي امنيت کار کوونکي وايي له نيولو شويو کسانو سره يې وسلې ، ماينونه او نور چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.


مکتب طالبانو وسوځاوو بيا مي پلار په مدرسه کې شامل کړم . هلته به يې دوه ساعته سبق راته وايه څلور ساعته به يې د جګړې خبرې راته کولې اخير ورسره يو ځاى شوم او ماينونه مي ښخول.

جلیل
.
د عبد الله په نامه د روزګان ولايت اوسېدونکي يو تن نيولى شوى کس وايي د پاکستان کوټې ته د ديني زدکړو په موخه تللى وو خو له هغې خوا څخه راګرځېده غوښتل يې په غزني کې ځانمرګى بريد وکړي.

دى وايي هلته د مدرسې استادانو د افغانستان په غزني ولايت کې د ځانمرګي بريد لپاره وهڅولم.

(( زه کوټې ته لاړم هلته مي سبقان ويل خو د روزي خان په نامه يو طالب راغلى راته ويل يې چې راځه چمن ته لاړ شو ، هلته يې په يوه مدرسه کې شامل کړم ، په مدرسه کې دريو تنو ملايانو موږ دولس تنو ته شل ورځې د ځانمرګي بريد لپاره روزنه راکړه او راته يې وويل چې په غزني کې به ځانمرګى بريد وکړې. ))

د جليل په نامه د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى ماشوم بيا وايي چې د کلي ښوونځى يې وسله وال په بمونو والوزواوو او له هغه وروسته يې مدرسې ته تګ پيل کړ خو استاد يې په زور دې ته اړ کړ چې د دولت پر ضد وسله واخلي.

(( مکتب طالبانو وسوځاوو بيا مي پلار په مدرسه کې شامل کړم . هلته به يې دوه ساعته سبق راته وايه څلور ساعته به يې د جګړې خبرې راته کولې اخير ورسره يو ځاى شوم او ماينونه مي ښخول، وروسته مي کور کوټې ته بوت هلته په چالو باوړۍ کې په کاکا عبدالخالق پېښ شوم هغه يو کور ته بوتلم هلته يو ملا څو تنه نور ماشومان هم راټول کړي او د ځانمرګي بريد لپاره يې روزل ، ماته يې وويل چې ته ځانمرګى کوې که نه. ما ويل نه ما کوزده کړې ده خو ده راته وويل چې په جنت کې ډېرې دي.))

جليل وايي تر هغه وروسته بېرته کندهار ته راغلى وو خو وسله وال دلته هم د تارياکو له يوې کروندې څخه پورته کړ او وروسته يې چې بيا د دويم ځل د پاره هم له ځانمرګي بريد کوولو ډډه وکړه نو وسله والو يې لاسونه او پښې په ځنځيرونو وتړل.

(( په سراى کې يې کښېنولم بيا راته وويل چې ته اوس ځانمرګى کوې که نه ما ويل نه يو خو مي کوزده پاتې کيږي بل مي سپين ږيرى پلار دى ، خو دوى راته وويل چې پلار ته به دي موږ تنخوا ورکوو او کوزده پرېږده په جنت کې څو اويا دانې دي، ما بيا هم انکار وکړ اخير يې لاسونه را وتړل او په هغه کور کې يې وغورځولم ))

د جليل په خبره له هغه کور څخه چې وسله والو پکې دى تړلى وو په نيمه شپه را تښتېدلى او بيا پوليسو ته په لاس ورغلى دى.

له دې سره په تېره څه موده کې د پوليسو او ملي امنيت د کار کوونکيو له د خوا د نيولو شويو ځانمرګيو بريد کوونکيو شمېره اوو تنو ته رسېږي چې ټولو يې په خپلو خبرو کې ويلي چې روزنه د پاکستان په کوټه کې شوې ده.

پاکستان په وار وار داسې راپورونه رد کړي دي چې ګواکې له خاورې څخه يې افغانستان وسله وال جنګيالي ، ځانمرګي بريد کوونکي او په چاوېدونکيو توکو بار موټرونه افغانستان ته اوړي.
XS
SM
MD
LG