د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوادر ډپټي کمشنر په کراچۍ کې وژل شوی دی


ظفرکریمي ـ مشال راډيو

کراچۍ:- د کلفټن سېمې پولیس وایي د ګل او نهې په منځنۍ شپه ناوخته د ښار د کلفټن په خیابان تنظیم علاقه کې د سړک په سر ولاړ یو ګاړي څخه په ډزو د وژل شوي یو تن مړی ترلاسه شوی دی .

د پولیسو مشر کمانډر شوکت په خبره دغه د بلوچستان صوبې د ګوادر ضلعي رابطه افیسر عبدالرحمان دشتي مړی دی. دی وايي له کومې ګاډۍ څخه چې مړی ترلاسه شوی دی هغه د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکي تن میر امام بزنجو ګاړی دی. پولیس وايي د وروستیو پلټنو له مخې د بزنجو په ډزو دشتي وژل شوی دی.

)) وژل شوی تن د خپل ملګري میر امام سره د لیدو دپاره د هغه کور ته ورغلی وـ په کور کې ددواړو ترمنځ خبرې سره ترخې شوي دي او تر اوسه پورې چې کوم پلټنې موږ کړي دي د هغې ترمخه میر امام په دشتي ‌ډزې کړي دي او هغه یې وژلی دی ،هغه پخپله له کوره تښتیدلی دی او هغه د بنګلې دوه نوکران مو نیولي دي چې پلټنې ترې روانې دي((

پولیس وایي د پېښې روستو یې کلفټن په درخشان سېمه کې د میر امام بزنجو د زوي میر یعقوب بزنجو په کور هم چاپه وهلې ده او د هغه ځایې څخه ورته وسله په لاس ورغلې ده ـ د کلفټن پولیسو ایس پي طارق داریجو په دې اړه وایي: ))دا چاپه مو د میر یعقوب په کور وهلې ده ـ وسله مو ترې ترلاسه کړې ده ـ هغوي وایي چې دا وسله لایسنس والا دی ـ موږ اوس ددغو لایسنسونو د کره والي په حقله پلټنې کوو.))

پولیس زیاتوي د ګوادر د ضلعي رابطه افیسر کمشنر عبدالرحمان دشتي د وژنې ایف ایي ار یې د وژل شوي تن د وراره مقبول حسین په مدعیت کې د میر امام بزنجو په خلاف کلفټن تاڼه کې لیکلی دی ـ
XS
SM
MD
LG