د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسۍ ټاکنې، ولادیمير پوتین کامیابه اعلان کړل شو


د روس وزیراعظم ولادیمیر پوتین چې په اوسنیو ولسمشریزه انتخاباتو کې تر ټولو کاندیدانو مخکې دی
د روس وزیراعظم ولادیمیر پوتین چې په اوسنیو ولسمشریزه انتخاباتو کې تر ټولو کاندیدانو مخکې دی
د روسیې ولسمشریزه ټولټاکنو کې اچول شویو ووټونو نتیجې ښيي چې د دغه هیواد وزیراعظم ولادیمیر پوپټن ۶۳ فیصده زیاتې رایې تر لاسه کړې دي.

د روس د مرکزي الیکشن کمیشن مشر ولادیمیر خوروف دنزدې ۹۹ فیصده رایو شمېرلو وروستو په ماسکو کې نن سهار په یوه خبري غونډه کې د نتیجو اعلان وکړ. هغه وویل ، ً د ووټونو نتیجې ښایې چې ولادیمیر تر ټو زیاتې رایې وړې دي، او وایې د څلورم مارچ په ولسمشریزه انتخاباتو کې ۶۵فیصده خلکو خپلې رایې استعمال کړې دي.

ولادیمیر پوټین چې له دې وړاند ې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۸ م کلونو کې هم د روس ولسمشر پاتې شوی، او اوس د څلورو کالو د وزیراعظمۍ وروسته به یو ځل بیا تر شپږو کلونوپورې ولسمشر جوړشي.

اخوا د مخالف کمیونسټ ګوند مشر ګنادي زوګیانوف وایې، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلۍ شوېدي او دا یې ناسمې ګرځولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG