د لاسرسي ځای

تازه خبر

صدر او وزیراعظم په افتاب شېرپاو ځانمرګی برید غندلی


پېښور - د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني د پاکستان پيپلز ګوند شېرپاو ډلې پر مشر افتاب احمد خان شېرپاو باندې تر سره شوی ځانمرګی برید غندلی دی.

ولسمشر اصف علي زرداري دا یو ترهګر برید بللی او ویلي دي چې د پاکستان حکومت او ولس دې ته ژمن دی چې خپل ملک له ترهګرۍ څخه خلاص کړي.

افتاب شېرپاو او د هغه زوی سکندر شېرپاو پرون (د مارچ درېیمه) د چارسدې په شبقدر کې له هغه ځانمرګي برید څخه خوندي پاتې شو چې دوه تنه په کې ووژل شو.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د دې هیواد د پیپلز ګوند شېر پاو ډلې د مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېر پاو پر قافلې د برید پړه د قبایلي سیمې مومندو طالبانو منلې ده.

د دې وسله والو طالبانو یوه ویاند د مشال راډیو خبریال ته ټیلي فون کړی دی او د نوم نه ښودو په شرط یې ورته ویلي، د افتاب شېر پاو پر قافلې د برید پړه د دوی ډله (د طالبانو د عمر خالد ډله) مني.

د پېښور له لیډی ریډنګ روغتونه د مشال راډیو خبریال وايي، په دې برید کې یو پولیس وژل شوی، او شپږ کسان ژوبل دي.

د مشال راډیو خبریال زیاتوي، په ژوبلو کې د صوبايي اسمبلۍ غړی محمد علي هم شامل دی.

د افتاب شېر پاو ډرېور مشال راډیو ته وویل، افتاب احمد خان شېر پاو له دې حملې روغ وتلی دی.

د ډرېور په خبره، دوی د شبقدر په باچا ګړۍ کې جلسه کوله او دوی چې تر جلسې وروسته بیرته روان ول نو د ده په خبره، ځانمرګی برید وشو.

ده د شېر پاو په اړه وویل: ((شکر دی، الحمد الله هغوی ښه دي))

ډرېور زیاتوي: ((خدای خیر کړی دی، الله فضل وکړ.))

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، پېښه چارسدې ته پر تلونکي سړک شوې ده.

دی وايي، افتاب شېر پاو او د ده زوی سکندر شېر پاو له شبقدره د چار سدې پر لور روان وو، چې ورباندې برید شوی دی.

د خبریال له وینا سره سم، د افتاب احمد خان شېر پاو، زوی سکندر شېر پاو هم له دې حملې روغ وتلی دی.

په دې قافلې کې د پیپلز ګوند شېر پاو ډلې مشران هم ول.

تر پېښې وروسته د ډزو اطلاعات هم راغلي او په سمدستي ډول د وژل شویو یا ژوبلو په اړه دقيق مالومات نشته.

په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره له مشال راډیو سره اوسئ.
XS
SM
MD
LG