د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان د شنونکو نظر او د افغانستان سیاسي حالات



سرچینه: نړیوالې رسنۍ
ژباړه: حسیبه شهید
د سیمي حالات او دنړې مطبوعاتو کې مو درته پردوو نړیوالو ورځپاڼو چې د پاکستان او افغانستان پرحالاتو یی لیکنې نظراچولی دی.
کرسچین ساینس مانیټر د پاکستان پربهرني او کورني سیاست او په دې اړه د لویدیځوالو او پاکستاني شننونکو پرنظرونو لیکنه کړې ، او وال ستریت ژورنال بیا د افغانستان پراوسنیو حالاتو او په دې هیواد کې د امریکا د ملاتړ په اړه تبصره کړېده.

که څه هم د امریکا او پاکستان اړیکي په یو نامعلوم حالت کې دي ، خو د کرسچین ساینس مانیټر په لیکنه ، له پاکستان سره د واشنګتن اصلي ستونزه دا ده چې دا هیواد اتومي وسلې لري ، طالبان پکې غښتلي دي او سخت دریځې ملایان غواړي سیاسي تاوتریخوالې رامنځ ته کړي .
خو کرسچین ساینس د مقالې له مخې ، د پاکستان په هکله هغه بدبینۍ چې په غرب کې دي د پاکستان د تجزیه کارانو له نظر سره توپیر لري.

ورځپاڼه لیکي، پاکستاني څیړونکي اوس داسې دلایل لري چې له مخې یې ددې هیواد راتلونکې ته خوشبینه شي.

دغه څیړونکي د بیلګې په توګه وایی، سره له دې چې په پاکستان کې یو کمزورۍ ايتلافي حکومت دی ، خوبیا هم پرې کودتا ونه شوه.

دغه څیړونکي د پاکستان د عدلي چارو ځواکمن کیدل هم د امید یوه نښه بولي.
په پاکستان کې د رسنیو پرمختګ او د منځ لاریتوب په لوري د مذهبي ګوندونو مخه کېدل، هغه نور پرمختګونه ګڼي چې د پاکستان راتلونکې ته هیلې زیږوي.

کرسچین ساینس مانیټر د پاکستاني څیړونکو په باور یوبل مثبت پرمختګ یادوي او لیکي،پاکستاني جنرالانو له کلنو کلنو راهیسې خپل هیواد ته اصلي خطر هند ګڼلی، خو داسی ښکاري چې کورنې تروریزم او د بلوچستان له تشدده ډک بیلتون غوښتونکی غورځنګ ترټولو سترخطر بولي.

اخوا بیا وال ستریټ ژورنال لیکي،په افغانستان کې د قرانکریم د نسخو د سوځیدو له امله له شخړو سره ملګرو اعتراضونو په واشنګتن کې د هغو کسانو نظر پیاوړی کړ چې وایي په افغانستان کې دې ژر د امریکایي پوځیانو شمیر راکم شي. په ځانګړې توګه د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د یوه موټرچلوونکي له لورې چې مخالف شوی و د دوو امریکایي سلاکارانو د وژلو مسلې د هغو کسانو نظر پیاوړی کړی دی چې له افغانستانه د امریکا د سرتیرو د ژر وتلو غوښتونکي دي.

ورځپاڼه زیاتوي،ډیر امریکایان داسې ښکارې چې وایي، که چیرته افغانان موږ نه غواړي نو بیان ولې هلته پاتې شي؟ د ورځپاڼې په باور امریکایان افغانستان ته د افغانانو په خوښه نه دې تللي دوی هلته د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره تللي دي چې دغه هیواد یو ځل بیا د القاعده لپاره په خوندي پناه ځای بدل نه شي.

د ورځپاڼې په نظر دا به هم سمه نه وي چې څوک داسې وانګېري چې اکثر افغانان د امریکایانو پرضد دي. په اعتراضونو کې چې د سې شنبې په ورځ راکم شوو د دیرش میلیونو افغانانو له ډلې پکې څو زرو کسانو برخه اخیستې وه، خو په دې کې هم شک نه شته چې ډیری افغانان چې د خپل سپیڅلي کتاب لپاره غوصه شوې دي د امریکا پرضد نه دي.

هغه سروې چې د ABC/BBC/ARD له لورې د دوه زره لسم کال په نومبر کې شوې وه د هغې له مخې دوه شپیته په سلو کې افغانان په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو ایساریدو ته خوشاله دي او یوازې یولس په سلو کې د طالبانو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG