د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانییا له افغانستانه د مال وړلو ټرانزیټي لار لټوي


افغانستان: برتانوي سرتېري په هلمند کې د پوځي عملیاتو پر مهال
افغانستان: برتانوي سرتېري په هلمند کې د پوځي عملیاتو پر مهال
سرچینه: رويټرز خبري اژانس

ژباړه: ګل آیاز

رويټرز خبري اژانس ليکي برتانيیا په افغانستان کې ځواکونو ته د سامانونو ليږلو لپاره قزاقستان سره تړون لاس ليک کړی. پاکستان چې افغانستان ته د بهر ملکي ځواکونو ته د سامانونو وړلو مرکزی لاره ده، د تير کال نومبر مياشت کې د ۲۴ پاکستاني سرتيرو وژلو روستو تړلي شوي. د دي پيښي روستو د پاکستان او د امريکا اړيکي هم د تاوتريخوالي ښکار شوي.

رويټرز خبري اژانس ليکي د برتانيي د دفاع وزير د قازکستان په سفر تړون لاس ليک کړي چې دغه هيواد به د هوايې حدود افغانستان ته د سامانونو د وړلو لپاره استمعاله وی.
د برتانيي د دفاع وزير فلپ هامونډ او د قازکستان ولسمشر نورسلطان نذربايوف د زمکي د لاري د سامانونو د وړلو په اړه خبري اتري شورو هم سله شوي. د تړون ترمخه په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د جنګي مشن په ختميدو سره به یولس زره کنټېنرو، درې زره زغروال ګاډو لپاره به لاره ورکوي.

هامونډ د ازبکستان لوړ پوري چارواکو سره ليده کاته کړي چې افغانستان ته د سامانونو د وړلو لپاره د دغه هيواد د لارو کارولو په اړه خبري اتري وکړي.

هامونډ په خپل بيان کې ويلي ((دا مهمه ده، هغه ټولي لاري محفوظه کوو چې افغانستان کې د جنګي مشن په ختميدو سره خپل سامانونه هيواد ته ستانه کړو. يو لوی لوجسټيکي اپرېشن مخي ته پروت دي او د دي لپاره سيمه کې خپلو ملګرو سره په ګډه کار پکار دي.))

رويټرز خبري اژانس ليکي د رپورونو ترمخه پوځي سامانونه به ريل ګاډو کې د بالټيک ساحلي علاقو ته رسول کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG