د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د امریکایانو په سرشیندنو افغانستان پرمختګ کړی"


د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن
بشير ګواښ --- مشال راډیو

پراګ:- له هغه وروسته چې د افغانستان په کورنيوو چارو وزارت کې د امريکايي پوځ دوه غړي ووژل شول، امريکايي سیاست والو د خپل ولسمشر باراک اوباما پر پالیسۍ تنقيد وکړ خو د امريکا د بهرنيوو چارو وزيرې هيلري کلنټن په امريکا کې په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له خوا د قران کريم د سوځونې له وجې خونړۍ مظاهرې وشوې، د خپل مشن دفاع وکړه.

کله چې د امريکا په سینيټ کې د يوې اوريدنې پر مهال سينيټرې باربرا ميکولسکي له هيلري کلنټن څخه وپوښتل چې آيا دا هرڅه د دغه دوو امريکايانو په وژلو ارزي؟ نو د امريکا د بهرنيوو چارو وزيرې هيلر کلنټن يې په ځواب کې وويل: ((د هغه امريکايانو د قربانيانو له وجې چې په پوځ او په ولسي برخه کې په افغانستان کې کار کوي، په دغه هيواد کې مثبت پرمختګونه شوي دي. زه هيڅکله د يو کس وژل روا نه شم ګڼلی خو زه په واضحه توګه ويلی شم چې موږ هلته کوم کار کړی، د هغې له وجې امريکا اوس ډيره خوندي ده او د افغانانو د ښه راتلونکې لپاره يې يوه ښه موقع او امکان برابر کړی.))

د دغه دوو امريکايانو له وژلو وروسته، ناټو خپل ټول سلاکاران له افغان وزارتونو څخه راوویستل. هيلري کنټن زياته کړه چې په افغانستان کې يې هدفونه معلوم دي او له دغه ځايه د وتلو پلان هم ښکاره دی. هغې وويل: ((امريکا افغانستان ته په يوه واضحه هدف پسې لاړه. له هغه وروسته چې له دغه ځايه د سپتمبر د نهمې او يولسمې نیټې بريدونه پلان شول. ولسمشر اوباما موږ ته له افغانستانه د وتلو لپاره پلان جوړ کړی. دا يو نه ختميدونکی ماموريت او ژمنه نه ده چې تر ليرې راتلونکې پورې دې پکې خلک ژوند له لاسه ورکړي.))

ایسو شيټيډ پریس خبري اژانس ليکلي چې د ناټو عمومي منشي ايندری فوع راسموسن هم د قران کريم د نسخو د سوځيدنې وروسته د ايتلافي ځواکونو پر ضد د تاوتريخوالې د پيښو پر مهال د بهرنيوو ځواکونو حوصله ستايلي او ويلي يې دي چې له سختو چيلنجونو سره سره هم بايد ناټو د يو باثباته افغانستان هدف له پامه ونه غورځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG