د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان او افغانستان د نړیوالو ورځپاڼو لیکنې


سرچینه : نړیوالې ورځپاڼې

ژباړه : اسرار عالم مهمند


ګارډين ورځپاڼې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن په وژلو او د دې پيښې سره د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو په خرابيدو يوه مقاله خپره کړې بلخواه د وال سټريټ ژورنال په يوه مقاله کې راغلي د افغانستان څخه په دومره لويه پيمانه د نړيوالو سلاکارانو له وتو سره که يو خوا افغان وزارتونه د خپلو چارو په چلولو کې له لویو ماهرانو څخه محرومه شوي دي نو بلخوا له دې سره دا پیغام ورکړل شوی افغان حکومت چې تر دې دمه پرې په اربونه ډالر خرچه شوې نړيوالي ټولنې پرې خپل اعتماد کم کړې دې.

د ګارډين ورځپاڼې په يوه مقاله کي راغلي دي د تير کال مۍ مياشتې په دويمه نېټه د امريکا د ځانګړي ځواک سرتېرو په ايبټ اباد ښار کې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن وژلو ، په امريکا کې د اسامه وژنه وستايل شوه خو پاکستان دا کاروايي د هېواد د خپلواکۍ ضد ګام وباله او پرې يې د سخت غبرګون څرګندونه وکړه. په ايبټ اباد کې ځايي خلک وايي د اسامه په کور چې له کله نه امريکايي ځواکونو کاروايي کړې له هغه وخت راهسې دغه کور ته تلونکې ټولې لارې تړل شوي دي.

په ايبټ اپاد ښار کې د اسامه بن لادن د وژلو وروسته د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې خرابې شوي او دارنګ په دې کې نوره ترینګلتيا هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د تېر کال په نومبر مياشت کې ناټو ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د بريد
په نتيجه کې څلريشت پاکستاني پوځيان وژل شو.

بلخواه د وال سټريټ ژورنال په يوه مقاله کې ليکل شوي د امريکا لخواه افغان سرتيرو ته د امنيت د سپارنې پلان په داسې وخت له ستونزو سره مخامخ شوی چې امريکا او د دوی ملګرو په کابل کې خپل په سلګونو پوځي او ولسي سلاه کار له هغه وروسته ويستلي دي چې په دغه هېواد کې د افغان امنيتي سرتېرو لخوا په امريکايي پوځيانو خونړي بريدونه ترسره شول.

په دومره لويه پيمانه د نړيوالو سلاکارانو له وتو سره که يو خوا افغان وزارتونه د خپلو چارو په چلولو کې له لویو کارپوهانو محرومه شوي دي نو بلخوا له دې سره دا پیغام ورکړل شوی افغان حکومت چې تر دې دمه پرې په اربونه ډالر خرچه شوې نړيوالي ټولنې پرې خپل باور کم کړی دی.

بلخوا امريکايي پوځ دا اقدامات عارضي بللي او دا پريکړه يي د افغانستان د اتحاديانو لخوا د باور په اړه د پراخو انديښنو په عکس العمل کې کړې.ځکه چې د دې حالاتو به په راوانو مياشتو کې په حساسه پريکړو باندې اوږدمهالي اثرات پاتې وي. همداراز د ې پېښې د افغانستان د دفاع او د کورنو چارو وزيران په دې مجبوره کړل چې په دې اونۍ کې واشنګټن ته خپله دوره منسوخه کړي. تمه څرګندېده چې دوی به په واشنګټن کې د امريکايي چارواکو سره په دې خبرې وکړي چې له افغانستانه د نړيوالو ځوکونو وتو وروسته د افغان امنيتي سرتېرو سره په خپلو مالي مرستو کې کمی ونه کړي.

وړمه ورځ په کابل کې پوځي چارواکو ويلي وو چې د افغان امنيتي سرتېرو لخوا په امريکايي پوځيانو وسله وال بريدونه په افغانستان کې د امريکا مشن ته خطرې رامنځ ته کوي خو بيا هم دوی په دې خبره زور راوړو چې دوی به خپل شريک کار جاري ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG