د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ملي اردو په جنوب کې هوايي عملیات کړي


د افغانستان ملي اردو په لومړي ځل په کندهار کې امتحاني هوايي عملیات ترسره کړل.۲۸فبروري ۲۰۱۲
د افغانستان ملي اردو په لومړي ځل په کندهار کې امتحاني هوايي عملیات ترسره کړل.۲۸فبروري ۲۰۱۲

سید شاه سقیم – مشال راډيو

کندهار:- په کندهار کې د ملي اردو د دوه سوه پېنځم اتل قول اردو چارواکي وايي چې په لومړي ځل یې هوايي عمليات کړي دي چې په برياليتوب سره يې پاى ته رسولي دي .

چارواکي وايي ملي اردو به تر هغه وخته پورې امتحاني عمليات کوي چې امنيتي چارې ورسپارل کېږي.

په کندهار کې د دوه سوه پېنځه اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد وايي چې سرتېرو يې خپل لومړني هوايي عمليات د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په ځينو جنوبي سيمو کې کړي دي.

دى زياتوي، ټاکل شوې ده چې د روان عيسوي کال د جولاى په مياشت کې به د کندهار امنيتي چارې دوى ته ورپه غاړه کېږي. ځکه يې نو دغه امتحاني عمليات کړي دي.



د ۲۰۵م قول اردو کمندان جنرال عبدالحمید د هوايي ځواکونو د عملیاتو په اړه څرګندونې کوي.
د ۲۰۵م قول اردو کمندان جنرال عبدالحمید د هوايي ځواکونو د عملیاتو په اړه څرګندونې کوي.
د ده په خبره د ترسره شويو عملياتو پلان يې د روان کال د کب په لومړى نېټه جوړ کړى وو. چې تېره ورځ پاى ته رسېدلې دي.

(( دا لومړى ځل دى چې په دغه حوزه کې له خپلو هوايي ]ځواکونو سره د ډيسانټي په اړه موږ پلان جوړ کړو، وروسته مو عمليات وکړل . زموږ لومړني عمليات چې پرون ختم شول خورا بريالي وو . همدا اوس هم زموږ لومړۍ لېوا له پيلوټانو سره ناسته ده او د نورو عملياتو د پاره تيارى نيسي ))

جنرال حميد وايي تر څو پورې چې دوى ته بهرني سرتېري د کندهار امنيتې چارې سپاري تر هغه وخته پورې به د ملي اردو سرتېري د کندهار په هغو سيمو کې چې د وسله والو شتون پکې زيات دى ورته امتحاني هوايي عمليات کوي.

دى وايي دا مهال د ملي اردو سرتېري په نويو او پرمختللو وسلو سمبال دي، ښه روزنه يې تر لاسه کړې او کولاى شي په يوازې سر هر ډول ستونزمن عمليات په برياليتوب سرته ورسوي.

که څه هم په تېره څه موده کې د ملي اردو ځينو سرتېرو او د يا د ملي اردو په جامه کې ځينو وسله والو په کورنيو او بهرنيو سرتېرو وسله وال بريدونه کړي دي. خو جنرال حميد وايي چې اوس يې ددې مخه نيولې ده چې د دولت مخالف څوک دي په پټه د دوى په ليکو کې ننوزي.


افغان ملي اردو په لومړي ځل هوايي عملیات ترسره کړل
افغان ملي اردو په لومړي ځل هوايي عملیات ترسره کړل
(( هغه خلک چې ددې وطن دښمنان دي تر وسه کوښښ کوي چې زموږ په ليکو کې خپل کسان را ننه باسي خو موږ د دوى لپاره ډېر تدابير نيولي دي . زيات شکمن کسان مو نيولي دي، ځينې هغه کسان چې تهديدات ورڅخه متوجه وو هغه مو هم نيولي دي. بل غټ شى زموږ بايو ميټريک سسټم دى چى اوس يې په قول اردو کې فعال کوو . له دې وروسته به ټول سرتېري بايو ميټريک کېږي. او دلته موږ د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل اردو ته راځي ډېرې مرحلي لرو ، د ستر درستيز له لوري کسان را پېژندل کېږي او يو بل دفتر يې بيا د ضمانت پاڼي له ځان سره ساتي. ))

دى وايي که د ځينو بهرنيو استخباراتي ادارو يا وسله والو مخاليفونو ځينې ملګري په پټه د دوى په ليکو کې ننوتي وي نو دوى د هغوى لپاره هم يوه څانګه جوړه کړې ده او هغه د هرسرتېري کړه وړه ستايي او کولاى شي شکمن کسان په اسانۍ سره له نورو څخه بېل کړي.

د ملي اردو سرتېرو تر دې وړاندې هم په کندهار کې ډېر پوځي عمليات کړي خو دا لومړى ځل دى چې په يوازي سر هوايي عمليات کوي.
XS
SM
MD
LG