د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د نادرا کارکونکو کاربندېز


کوټه: د نادرا کارکونکي د خپلو نوکریو پخولو لپاره پر کاربندیز دي..۲۴فبروري.۲۰۱۲
کوټه: د نادرا کارکونکي د خپلو نوکریو پخولو لپاره پر کاربندیز دي..۲۴فبروري.۲۰۱۲

نیازموساخېل – مشال راډیو

کوټه :ـ له تیرو څو ورځو څخه د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کي د نادرا کارکونکي پر هړتال او احتجاج دي او له حکومته د خپلو نوکریو د پخولو غوښتنه کوي.

د نادرا یو کارکونکی عجب خان مندوخېل له مشال راډیو سره په خبرو کې ووېل، دوی له تیرو لسو او یا هم له زیاتو کلونو راهیسې د خلکو او محکمې خدمت په دوامداره توګه کړی او تل یې هڅه کړې،چې د خلکو ستونزې هواري کړي او په آسانه توګه یې شناختي کارډونه ور جوړ کړي،خو نن هغه کارکونکي د خپلو نوکریو لپاره پرېشانه او په وېره کي دي،چې نن یا هم سب به یې له نوکریو و باسي .

د هغه په خبره، وجه یې دا، چې حکومت دوی نه پخوي او له کلونو کلونو راهیسې په عارضي نوکري دي.عجب خان مندوخېل د ګیلې په انداز کي زیاتوي٫٫موږ له کلونو راهیسې خلکو ته شناخت ورکوو، خو خپل شناخت نه لرو.٬٬

دا چې له هړ تاله خو اکثره عامو خلکو ته ستونزې رامخته کېږي،نوپه دغه اړه پام نیول شوۍ او که څنګه؟د نادرا یو بل هړتالي کارکونکۍ،شهریار د پوښتنې په ځواب کي وایي،٫٫منم چې عام خلک له ستونزو سره مخامخېږي،خو په ټول مُلک کي د هغو ۱۴ زره کارکونکیو په اړه څه فکر کوی،کوم چي د کنټرېکټ له وجي یا خو له نوکرۍ بې برخي شوي او یا بیا دغې وضعې ته نږدې دي؟٬٬

یو عام کس،عبدالغفار بیا وایي،له لیرې پرتو سیمو خلک د شناختي کارډ جوړولو او ورته کارونو پسې دلته راشي،خو د هړتال له وجې یې کار پر مخ نه ځي.


د نادرا کارکوونکي وایي،تر څو چې یې حکومت غوښتنو ته غوږ نه نیسي او نوکرۍ یې ورپخې نه کړي، د دوي کاربندېز به هم دا شان روان وي.

د کوتي او بلوچستان د نورو سیمو په شمول،په ټول هیواد کي د نادرا کارکونکي د خپلو غوښتنو په اړه پر هړتال او احتجاج دي.
XS
SM
MD
LG