د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډاکټر شکیل اپریدي او فوزیه کوفي د رسنو لیکنې



سرچینه: ګارډين ورځپاڼه

ژباړه: احمد شاه اعظمي


ګارډين ورځپاڼه ليکې، د پاکستان په اېبټ آباد ښار کې د صحت د څانګي هغه ۱۷ کارکونکې له خپله کاره شړل شوي چې د اسامه بن لادن د مالومولو لپاره يې د سي آی اې په وېکسين پروګرام کې برخه اخستې وه. دغو کارکونکو ته به هيڅ نه وه مالومه چې د دې وېکسين پروګرام مقصد څه دی؟

په دغو کارکونکو کې ۱۵ ښځينه دي چې د اېبټ آباد په نوا شهر سيمه کې يې کار کاوه چېري چې اسامه بن لادن اوسېدی. د دې سربېره د دې سيمي د صحت دوو نورو چارواکو هم په دې پروګرام کې برخه اخستې وه. په دې کارکونکو کې يوه بختو نوميږي چې اصل نوم يې مختار بي بي ده. نوموړې باور لري چې هغه کور ته د وېکسين پروګرام په لړ کې دننه ورغلې چېري چې اسامه اوسېدی.

د سي آی اې دغه پروګرام چې د ډاکټر شکېل آپريدي لپاره يې سختي پايلې لرلي يوې خوا ته يې نورو کارکونکو خپلي دندې له لاسه ورکړې او بلي خوا ته يې بيا په پاکستان کې د پوليو په ګډون د نورو وېکسين پروګرامونو نوم ته زيان ورسوی.

له راپورونو سره سم ډاکټر شکېل آپريدي روانه مياشت له خپلي چوکۍ څخه ليري کړل شو او بلي خوا ته بيا د هغه مېرمن هم له کاره وشړل شول چې په يو سرکاري کالج کې ښوونکې وه.

د روان کال د جنوري په مياشت کې د سي آی اې پخواني مشر لېون پېنيټا چې اوس د امريکا د دفاع وزير دی ږغ کړی و چې ډاکټر آپريدي دي خوشي کړل شي . د امريکا چاروکې په دې باور دي چې آپريدي ته د سزا ورکولو پر ځای بايد هغه وستايل شي.


بلخوا ټېليګراف ورځپاڼه ليکې، د افغانستان د پارلمان غړې فوزيه کوفي چې غواړي د افغانستان لومړۍ ښځينه ولسمشره شي وايي چې وسله وال طالبان يې وژل غواړي خو نوموړې هوډ لري چې د خپلو لوڼو د آزادۍ لپاره به مبارزه کوي.

ورځپاڼه ليکې، وروستی ځل چې طالبانو د نوموړې د وژلو هڅه وکړه نو هغه د خپلو دوو لوڼو سره په موټر کې وه. کله چې لومړۍ مرمۍ وچلېده نو دوی له جلال آباد څخه د کابل پر لور سفر کاوه چې د دوو غرونو او يوه درياب په منځ کې تنګه لاره ده. فوزيه کوفي وايي، ټول چپ شول ځکه هر کس وېرېدی چې څه روان دي او دا ډول يو بل ډز وشو. بيا موږ وليدل چې درياب له آبلې غاړي څخه ډزې کېدلې.

ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي، په داسي وخت کې چې دوی د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي نو بيا ولي غواړي چې د افغانستان ولسمشره شي؟ نوموړې ځواب ورکوي او وايي، هر کس يو وخت مري. ورځپاڼه پر مخ ليکې، دا يو جالبه خبره ده چې نوموړې د يو ځان مرګي بريد کونکې په څېر پر خپل دريځ ولاړه ده.

ورځپاڼه ليکې، له ۲۰۰۱ کال راهيسي کله چې طالبان له واکه ليري کړل شول، نو د ښځو په ژوند کې ډېر زيات پرمختګ شوی دی. د دې پيښي د لسمي کليزي د لمانځلو پر وخت د آکسفام نومي غېر حکومتي ادارې په يو راپور کې وويل شول چې دا وخت په افغانستان کې ۲۷ لکه نجونې په ښوونځيو کې درس وايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG